Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قطر کې د اسلامي امارت او خلیج هېوادونو د استازو ترمنځ د خبرو پيل

قطر ته د سرپرست حکومت د تللي پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کوي. دغه پلاوی د یکشنبې په ورځ ناوخته دوحې ته ورسېد.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه ټویټ کې لیکلي دي، چې دغه پلاوی به نن دوشنبې د خلیج هېوادونو له استازو سره وګوري.
               
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل لیکلي:«د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د افغانستان لوړپوړی پلاوی د قطر مرکز دوحې ته رسېدلی او نن دوشنبې د خلیج هېوادونو له استازو سره د بېلابېلو موضوعګانو په هکله به خبرې وکړي.»

که څه هم تر اوسه د دغه سفر کره جزیات نه دي خپاره شوي، خو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، افغان پلاوی به دغه راز د اورپايي ټولنې، د اسلامي نړۍ د ټولنې له غړو او د بهرنیو هېوادونو د ډپيلوماټيکو استازولیو له مسوولانو سره چې د کابل پر ځای په قطر کې فعالیت لري وګوري.

د سیاسي چارو شنوونکی سید جواد سجادي څرګندوي:«د طالبانو یوه غوښتنه دا ده، له قطره وغواړي چې بیا هم منځګړیتوب وکړي چې امریکا د افغانستان کنګل شوې پيسې ازادې کړي.»
       
د نړۍوالو چارو شونکی نصیر احمد حیدرزي هم وویل:«قطر ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر وروستی سفر په واقعیت کې له بهرنیو هېوادونوسره د ډپيلوماټيکو اړیکو دوام دی چې نړۍوال پېژاند ته زمینه برابروي.»
              
د پوهنتون استاد ولي محمد سروري وايي:«د افغانستان د رامنځته شوې ستونزې د حل لپاره دا یو ډېر مهم سفر دی.»

د سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته دا دوحې ته د کابل د پلاوي څووم سفر دی. قطر هغه هېواد دی، چې د سیاسي چارو د شنوونکو په وینا، غواړي د افغان حکومت او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي د غه هڅه تر ډېره پر دوه اړخیزو تعاملاتو متمرکزه بلل کېږي.

د سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته دا دوحې ته د کابل د پلاوي څووم سفر دی. قطر هغه هېواد دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه