Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د یوې کورنۍ ادعا، زوی مو د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی

په کابل کې یوه کورنۍ ادعا کوي چې زوی یې چې د تېر حکومت د دفاع وزارت کارکوونکی و، د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

دغه کورنۍ وايي چې امنیتي ځواکونو دوه ورځې مخکې د محکمې له حکم پرته د شپې اته بجې د دوی کور ته ننوځي او دغه پخوانی پوځي په زور له ځان سره نامعلوم ځای ته بیولی دی.
      
د جواد مېرمن فریبا وايي:«پر موږ یې وسله ونیوله، هېڅ پوښتنه یې ونه کړه، یوازې همدومره یې وویل چې موږ د اسلامي امارت له لوري یوو او جواد یې وواهه او له کوره یې واېسته.»
    
د جواد زوی علي سجاد هم وايي:«موږ ډېر وېرېږو، موږ له اسلامي امارته غواړو چې زما پلار ژوندی او روغ خوشې کړي.»

دغه کورنۍ او یو شمېر کابل ښاریان له امنیتي ځواکونو غواړي چې د اسلامي امارت د مشر د عمومي بښنې فرمان ته ژمن پاتې شي.
  
د جواد ورور غلام حیدر وویل:«نه غل و، نه انسان تښتوونکی، له اسلامي امارت پرته نور هېڅوک نه وو.»

د کابل اوسېدونکی محمد رضا طلوع نیوز ته وايي:«عمومي بښنه چېرته ده؟ له اسلامي امارته غواړو، هغه عمومي بښنه یې چې اعلان کړې ده ولې نه عملي کوي.»

بل خوا د کابل امنیه قومنداني د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د مخکیني حکومت د دغه افسر نیول کېدل ردوي.
 
د کابل د امینه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ څرګندوي:«دغه کس زموږ د امینې قومندانۍ منسوبینو نیولی نه دی، موږ په هڅه کې یوو چې حقیقت څه دی.»

دا په داسې ده چې، د سرپرست حکومت چارواکو په تېره بیا د امنیتي ادارو مشرانو له خپلو ځواکونو غوښتې وو چې د کورنیو چارو وزارت له خبرولو پرته په خپل سر باید څوک ونه نیسي او کورونه تلاشي نه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه