Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي یعقوب: پاکستان ته مو د اغزن مزي د غځولو اجازه نه ده ورکړې

د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد له ملي ټلوېزیون سره په یوې مرکه کې وايي چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت تراوسه پاکستان ته اجازه نه ده ورکړې چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې اغزن مزی وغځوي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې دم کړۍ د اسلامي امارت د لوړپوړ چارواکو ترمنځ په دې هکله سلامشورې روانې دي.

د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد څرګنده کړه:«دا موضوع مو د وزیران شورا او مشرتابه ته هم وړاندیز کړې ده، پر دغې موضوع مشورې روانې دي او زموږ د مشرتابه له خوا چې هر ډول لارښونه وشوه، د هغه پر بنسټ به عمل وکړو. اوس موږ چا ته اجازه نه ده ورکړې چې اغزن مزی وغځوي.»

ورته مهال د ډیورنډ فرضي کرښې ته د نږدې سیمو اوسېدونکي د اغزمن مزي غځول د منلو وړ نه ګڼي او د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې د دغې کړنې مخه ونیسي.

د ډيورنډ کرښې ته د کونړ ولایت د نږدې پراته کلي اوسېدونکی محب الله غروال وايي چې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن مزي غځول یو اړخیز اقدام دی او باید اجازه ورنه کړل شي،چې پاکستان دغه مزی بشپړ کړي.د دغو سیمو د اوسېدونکو په وینا، پاکستان د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې نه یوازې د اغزن مزي غځولو ته دوام ورکوي، بلکې پر دغو کلیو توغندي هم راتوغوي،چې په وینا یې د دوی لپاره یې ژوند سخت کړی دی.
            
د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکی محب الله غروال وايي:«کله ناکله د پاکستاني ځواکونو له خوا پر دغو کلیو توغندويي بریدونه کېږي چې د کونړ خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.»

ډېورنډ کرښې ته د نږدې سیمو یو شمېر اوسېدونکي په دې بارو دی، چې د افغانستان د مخکیني حکومت بې پروایي د دې لامل شوه، چې پاکستان د دې کرښې په اوږدو کې اغزن مزی وغځوي.
 
د سیاسي چارو شنونکي احمدخان اندړ په دې هکله وویل:«دا یو ناقانونه او غیر ډپيلوماټیکه کړنه ده، افغانان هېڅکله دا کرښه نه ده منلې او له دې وروسته به یې هم ونه مني.»

په وروستیو میاشتو کې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د اغزن مزي غځول د اسلامي امارت د ځواکونو له غبرګونونو سره مخ شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزمن مزي غځول ۹۰ سلنه بشپړ شوي او پاکستان به دا بهیر بشپړ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه