Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وېسټ: امریکا د اسلامي امارت له وسله والو مخالفینو ملاتړ نه کوي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي چې هېواد یې د اسلامي امارت په وړاندې د پلان شویو وسله والو مخالفتونو ملاتړ نه کوي او د واشنګټن کړنه دا ده چې له طالبانو سره تعامل وکړي او د هغوی پالیسۍ اصلاح کړي.

ښاغلي وېسټ وویل:«دمګړۍ یوه پایدار حکومت ته اړتیا ده. په اوسلو غونډه کې د مدني ټولنې استازو راته وویل چې، هغوی د طالبانو له حکومت سره د تعامل غوښتونکي دي او دا د امریکا یوه غوښتنه هم ده. موږ له هېڅ یوې داسې ډلې چې، د طالبانو پر خلاف فعالیت کوي، ملاتړ نه کوو او له نورو هم غواړو چې، له دغه ډول ډلو ملاتړ ونه کړي.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي چې د امریکا په سولې انسټېټیوټ کې وینا کوله، وايي پاکستان هغه څه چې باید د افغانستان په هکله ترسره کړي وو، ترسره نه کړل. د هغه په وینا، که چېرې اسلام اباد ځينې هغه ګامونه چې په معنا لرونکي او دوامداره توګه پورته کړي وای، نن به په افغانستان کې وضعیت بل ډول و.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړه:«موږ پر پاکستان ډېر ټینګار وکړ؛ څو د افغانستان د ننګونو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي. که چېرې پاکستان هغه عملي کړي وای؛ نو ښايي په اوسني وضعیت کې به نه و. اوس پر دغه هېواد د واشنګټن فشار د وخت او انرژۍ ضایع کېدل دی او دغه فشار نه شي کولی په افغانستان کې وضعیت بدل کړي.»
 
ښاغلي وېسټ د دوحې هوکړې د ژمنو د عملي کولو په تړاو د اسلامي امارت پر چلن نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې، سرپرست حکومت باید په افغانستان کې له تېرو تجربو زده کړي.

هغه څرګندوي:«طالبان د دوحې هوکړې د تعهداتو د عملي کولو لپاره هېڅ لېوالتیا نه لري؛ خو بیا هم تل یوه لاره شته چې، د خبرو دروازه پرانېستې وي. زه اندېښمن یم چې، دوی د برهان الدین رباني تېروتنه تکرار نه کړي، یا هغه تېروتنې چې، په تېره دوره کې یې کړي او هغه تېروتنه چې، امریکا په ۲۰۰۱ کال کې وکړه؛ په داسې حال کې چې، موږ کولی شوای د خبرو له لارې مخته ولاړ شو.»

ټوماس وېسټ د خپلې وینا په لړ کې په افغانستان کې د پوهنتونو له خلاصېدو هر کلی وکړ او له کابله یې وغوښتل چې د نوي کال په پسرلي کې د ښوونځيو دروازې هم د ټولو زده کوونکو پر مخ پرانیزي.

اسلامي امارت لاتر اوسه د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د دغو څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیته شاوخوا شپږ میاشتې تېرېږي. سره له دې چې، د سرپرست حکومت چارواکو ویلي، له یو شمېر هېوادونو سره ډیپلوماټيکې اړیکې لري؛ خو لا تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه