Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رینا د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان چارواکو سره وکتل

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په جده کې د اسلامي همکاریو د سازمان له استازو سره د بشري حقونو او په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې.

امیري نن په یوه ټویټ کې ویلي چې د اسلامي همکاریو د سازمان له استازو سره یې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د دغه سازمان د هڅو په اړه خبرې کړې دي.

امیري زیاته کړه، چې په افغانستان کې د بشري حالت او د بشري حقونو مسایل یو له بل سره تړلي دي، د اسلامي همکاریو پر سازمان یې غږ وکړ، چې پر اسلامي امارت فشار راوړي، څو بشري حقونو او ټول شموله حکومت ته درناوی وکړي.

اميري په ټويټر کې ليکلي، "په جده کې، موږ د اسلامي همکاریو د سازمان له استازو سره موافقه وکړه چې اسلامي نړۍ باید د بشري حقونو د درناوي او د ټولو نجونو او ښځو د ښوونې، کار او ټولنیزو او سیاسي برخو ته د راستنیدو په برخه کې د خپلو ژمنو د پوره کولو په برخه کې د طالبانو د ژمنو پر اساس په دوی فشار راولي.

د اسلامي پراختیايي بانک له استازو سره خبرې جدې ته د امیري د سفر بله برخه وه. اميري وايي، د افغانستان لپاره د امانت صندوق په جوړولو کې د پرمختګ او د اسلامي همکاریو د غړو هېوادونو او نورو متحدينو د هڅو هرکلى کوي چې په افغانستان کې بشري وضعيت ته د رسېدو لپاره له دغه صندوق سره مرستې وکړي.

امیري د اسلامي نړیوالې اکاډمۍ له چارواکو سره هم وکتل. نوموړې وايي، د ښځو او بشري حقونو په اړه د اکاډمۍ نظر یو مهم نوښت دی او دا اکاډمۍ ټینګار کوي چې د ټولنیز او سیاسي ژوند په ګډون د ژوند په ټولو برخو کې د زده کړې، کار او ګډون حقونه په اسلام کې د انکار وړ نه دي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پرون د مونیخ د امنیتي کنفرانس په څنډه کې له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته د هېواد په ډېرو برخو کې پر ښځو د ځینو محدودیتونو لګول او له لوړو زده کړو څخه د نجونو ایستل یوه جنجالي موضوع ګرځېدلې ده.

بشري حقونو ته درناوی او ښوونې ته د نجونو راستنول او کار ته د ښځو راستنول د اسلامي امارت له شرطونو څخه دي.

خو اسلامي امارت په وار وار ویلي چې نجونې او ښځې د اسلام په چوکاټ کې خپلو ټولو حقوقو ته لاسرسی لري.

له بلې خوا د اسلامي امارت چارواکو ویلي دي چې په راتلونکي پسرلي کې به په ټول هیواد کې د نجونو ټول ښوونځي بیرته پرانستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه