Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جینوا کال: مشري مرستې نه شي کولای افغانستان کې د ناورین مخه ونیسي

جینوا کال د افغانستان په تړاو د یوې غونډې له کوربتوب یوه اونۍ وروسته د دغه هېواد وضعیت د اندېښنې وړګڼي.

په سویس کې د مېشت دغه بنسټ رییس له طلوع نیوز سره په خبرو کې وایي، که د افغانستان اقتصاد ته ژر تر ژره پیسې تزریق نه شي،نو دغه هېواد به په آسیا کې د بې وزلۍ او مصیبت پر ځاله بدل شي.
 
د جینوال کال رییس الین ډلیټرو وايي:«موږ د یوه بشري بنسټ په توګه پر مسایلو سیاسي تبصره نه کوو. خو هغه څه چې موږ یې تل مرستدویانو ته وایوو، دا دي که چېرې افغانستان ته پیسې ونه لېږل شي، بشري وضعیت به لا پسې خراب شي او افغانستان په آسیا کې د  بې وزلۍ او مصیبت په ځاله بدل شي، چې دا کار به د هېڅ هېواد په ګټه نه وي.»

خو د افغانستان د اقتصادي وضعیت د خرابېدو په تړاو اندېښنې د امریکا په بانکونو کې د هېواد د شتمنیو په تړاو د جوبایډن تر وروستۍ پرېکړې وروسته لازیاتې شوې دي.

داسې چې والسټریټ ژورنال رپوټ ورکوي، که چېرې د سپټمبر د یوولسمې د پيښې د قربانیانو خپلوانو ته د افغانستان د اوه مېلیارد ډالرو د نیمایي پیسو د ورکړې په تړاو د جوبایډن اجرایي فرمان د دغه هېواد پر مخ خرابېدونکي اقتصاد بل ګوزار دی.

 دغه ورځپاڼه زیاتوي:«د امریکا حکومت غواړي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې کړي. خو د بانکي او اقتصادي چارو د کارپوهانو او نړېوالو مرستندویانو په وینا،د افغانستان بانک د بهرنیو شتمنیو د مصادره کېدو په تړاو به د جوبایډن د ادارې پرېکړه د افغانستان ورانوونکی اقتصادي ناورین لا ژور کړي.»

له دې سره هم مهاله، په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر په ټویټ کې د بایډن پر پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د سپټمبر د یوولسمې برید په کراچۍ کې پلان شوی و او پاکستان باید د دغو بریدونو د قربانیانو خپلوانو ته غرامت ورکړي.

د نړېوالو بنسټونو څېړنې ښيي،چې په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د نړۍوالو مرستو بندېدو او پر کابل بندیزونو هېواد له بشپړ اقتصادي سقوط سره مخ کړی دی.

جینوا کال یک هفته پس از میزبانی نشستی در باره افغانستان، اکنون اوضاع این کشور را نگران کننده می‌داند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه