د مونیخ اته پنځوسمه امنیتي غونډه د جمعې په ورځ د ۳۰ هېوادونو د مشرانو په ګډون په جرمني کې جوړه شوه. د اوکرایین کړکېچ د دې کلنۍ غونډې محوري مسله ده او په څنډه کې یې د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د مونیخ د غونډې د پرانیستې پر مهال خبرداری ورکړ، چې ښايي له افغانستانه ترهګري نورو هېوادونو ته پراخه شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیوګوټرش وویل:«القاعده او ورپورې تړلې ډلې د زیان رسولو لپاره د بیا ځواکمنېدو په حال کې دي. له افغانستانه بهر ته د ترهګرۍ د خطرونو پراختیا او په ځینو افریقايي هېوادونو کې د ترهګرۍ په تړاو اندېښنې د دې ښودنه کوي، چې ترهګر د واک له تشې نه تر کومه بریده ګټه پورته کوي او د هېوادونو په رانسکورولو کې تر کومه بریده مهارت لري.»
خو کابل تل ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به هېڅ کوم هېواد ته زیان ونه رسېږي.
د اسلامي امارت غړی عبدالحق حماد وايي:«اسلامي امارت ژمنه کړې ده چې د افغانستان له پولو به هېڅ اجازه ونه کړل شي چې د بهرنیو هېوادونو او د هغو هېوادونو په وړاندې چې اسلامي امارت له هغوی سره هوکړه کړې ده، له دې ځایه به د هغوی پر ضد فعالیت ونه شي او یا له دې ځایه هغوی ته خطر پېښ شي.»
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د مونیخ غونډې په څنډه کې له خپل قطري سیال سره د افغانستان په تړاو خبرې وکړې.
پخوانی نظامي صادق شینواری څرګندوي:«اسلامي مارت باید د دغو ډلو پر خلاف له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره یوه سیمه ییزه اجماع رامنځته کړي.»
د پوهنتون استاد جنت فهیم چکري هم وویل:«باید د بنسټيزو ستونزو په هکله خبرې وشي، اساسي ستونزه دا ده چې له افغانستان کې ملګري ملتونه او ناټو وتلي دي.»
بل خوا د ایران د بهرنیو چارو وزرات په یو لړ ټویټونو کې په ډاګه کړې ده چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د مونیخ د امنیتي غونډې په څنډه کې د هالنډ او قطر د بهرنیو چارو له وزیرانو او دغه راز د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.
امیرحسین عبداللهیان په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی دی.
په دې اړه مو اندونه