Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د جوګیانو سخت ژوند

افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورینونو، د جوګیانو ژوند یې هم له ګڼو ننګونو سره مخ کړی دی.

کابل کې د جوګیانو ځينې کورنۍ وايي چې د ژوند له لومړنیو حقونو او اسانتیاوو برخمن نه دي.

دغه هېوادوال وايي چې نه کور لري او نه هم ښه اقتصادي وضعیت او نه هم د نورو پرګنو په منځ کې درناوی.

عبدالوهاب وايي، له  ۲۴ کلونو راهیسې له خپلې ۷ کسیزې کورنۍ سره د کابل په یوې څنډه کې ژوند کوي؛ خو د حکومت له بې مهریه شکایت لري.

جوګی عبدالوهاب وايي:«په افغانستان کې درې تر څلورو پړاونو پادهاشي تېره شوه؛ خو موږ ته چا سرپنا رانه کړه. موږ ډېر خراب ژوند لرو. په دغه هېواد کې موږ ته نه چا ځمکه راکړه او نه هم سرپناه.»

یو بل جوګي چې، محمد صابر نومېږي وايي، په تېر حکومت کې یې په کابل ښاروالۍ کې کار کاوه؛ خو له څه مودې راهیسې له خپلې دندې ګوښه شوی دی.

نوموړی وايي:«زه دلته د ګذر وکیل وټاکل شوم، دا زما کارټ او دا مې ټاپه ده. زما ټول اسنادونه قانوني دي له لومړي سره ما دا دنده د جوګي قوم په نامه پیل کړ. ما په تېر حکومت کې فعالیت درلود خو د اسلامي مارت له راتګ سره زه یې حذف کړم.»

له دې سره سم، کابل ښاروالي د ده د ګوښه کولو لامل له دغو بې ځایه شویو د استازولۍ لپاره د لازمو اسنادو نه لرل بولي.

د کابل د نشراتو امر نعمت الله بارکزی وايي:«هغه کس چې تاسې یې نوم اخلی له بده مرغه له دوو معیارونو بې برخې دی او نه شي کولای چې د ګذر وکیل شي په مشخصه توګه دغه کس په اړونده ناحیه کې کوم جایداد نه لري چې دا په خپله د وکیل کېدو یو مهم معیار دی او زده کړې یې هم تر لېسانس ټېټې دي.»

خو بیا هم حکومت وايي چې، د دغو بې ځایه شویو د ستونزو د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د اسلامي لمارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«موږ له دغې موضوع خبر یوو چې په کابل ښار کې ځينې کډوال په ناوړه شرایطو کې دي چې له دې ډلې همدا کډوال چې د کابل په شاوخوا کې دي او په غونډیو کې ژوند کوي نامناسبه وضعیت لري او هغوی ته به رسيده ګي وشي.»

په افغانستان او په ځانګړې توګه د هېواد په شمالي سیمو کې د جوګیانو کره شمېر نه دی مالوم شوی.

د دغه قوم ماشومان ښوونځیو ته له تګه محروم دي او ستر لامل یې هم دا دی چې، دوی ته په اسانۍ سره تذکرې نه ورکول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه