Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو د حضور په هکله د اسلام اباد اندېښنه

کابل کې د پاکستان سفیر په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو د حضور په هکله اندېښمن دی. منصور احمد خان له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وایي چې په وروستیو کلونو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې جنجالونه د داعش په څېر د ترهګرو ډلو د ودې لامل شوي دي.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وايي:«د داعش، القاعده شبکې او ځينو نورو دا وړ  ډلو حضور اوس نه یوازې افغانسان بلکې پاکستان او سیمې ته هم یو جدي ګواښ دی»

دغه لوړپوړی پاکستانی ډپيلوماټ زیاتوي چې د ډيورنډ کرښې پر سر شخړې د ترهګریزو فعالیتونو د ودې او همدارنګه د داعش په څېر ترهګرو ډول د ودې لامل شوی دی.
 
نوموړي زیاته کړه:«د اغزن مزي غځول هغه مهال پېل شول چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله د ترهګرو فعالیتونه زیات شول. د اغزن مزي غځول د پاکستان لپاره یوازینۍ لار وه چې خپله یې کړه. اوس تر هغه وروسته چې نوی حکومت رامنځته شوی دی، پر دې پوله ځينې پېښې شوې دي، موږ هڅه کوو چې د افغانستان د نوي حکومت له مسوولانو سره په تفاهم او همکارۍ سم  پوهاوي ته ورسېږو.»

اسلامي امارت د دغو خبرو په غبرګون کې تر اوسه څه نه دي ویلي، خو په وار وار یې د افغانستان په خاوره کې د داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو حضور رد کړی دی. بل خوا په کابل کې د پاکستان سفیر زیاتوي چې اسلام آباد په دې هڅه کې دی چې له کابل سره خپلې سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان څرګندوي:«د افغانستان له حکومت سره زموږ د ژورو اړیکو یوعلت دا دی چې دې ته له پام پرته چې اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ څه روان دي، د دواړو هېوادونو خلک له یوبل سره په اړیکه کې دي، ځکه چې د پاکستان خلک د افغانستان له خلکو سره سوداګري لري، هغوی له یو بل سره ټولنېزې اړیکې لري.»

خو پوښتنه داده چې د تېرو حکومتونو پرمهال پاکستان په خپله د ترهګرو امن پټن ځای بلل کېده، اوس ولې په افغانستان کې د د دغو ډلو د حضور ادعا لري؟

د سیاسي چارو شونکی سید باقر محسني وايي:«که چېرې د افغانستان په مسله کې امنیتي لید اصلاح شي داسې ښکاري چې له هغه سره به د ګواښ احساس تناسب هم موجود وي او افغانستان به له ښه نیت سره د یوه ګاونډي هېواد په توګه وګڼل شي.»

د کابل او اسلام آباد ترمنځ په وروستیو میاشتو کې یو ځل بیا د ډیورنډ کرښې پر سر اختلافونه زیات شوي دي. داسې چې پاکستان د دې کرښې په اوږدو کې د اغزن مزي پر جوړولو ټينګار کړی دی. خو د ملي دفاع وزارت سرپرست په خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي دي، چې تر اوسه یې پاکستان ته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن مزي د بشپړولو اجازه نه ده ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه