Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا ته د خطرناکو افغان وګړو د ورتګ له امله د پنټاګون اندېښنه

د پنټاګون څېړونکی وايي چې په لسګونه افغان وګړي چې د خطرناکو او اندېښمنونو امنیتي فعالیتونو مخینه لري د تخلیې بهیر په لړ کې امریکا ته لېږدول شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت د سرمفتش په ۳۴ مخیز راپور کې راغلي چې، لږ تر لږه ۵۰ هغه افغان کډوال یې پېژندلي چې، له افغانستانه د تخلیې پر مهال امریکا ته لېږدول شوي او دوی اندېښمنونکې امنیتي مخینه لري.

د دغه راپور پر بنسټ، د دغو پنځوسو کسانو کړنې د امریکا په اطلاعاتي سیستمونو کې ثبت دي.

د دغه راپور په یوې برخه کې راغلي دي:«په مهمو امنیتي اندېښنو کې هغه کسان شاملېږي چې، په لاس جوړو شویو بمونو او پېژندل شویو یا مشکوکو ترهګرو پورې اړوندو وسایلو کې د دوی د ګوتو نښنې نښانې موندل شوې دي.»
 
خو یو شمېر نور افغانان چې، د تخلیې په بهیر کې امریکا ته تللي، د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي.

د ملي پوځ پخوانی افسر نور احمد محمدي وايي:«کله چې د تکزاس په پنډغالي کې وو ډېر شمېر ملکي کسان، مجرمان او له زندانه تښتېدونکي موجود وو چې په دې وروستیو کې د امریکا دولت اعلان وکړ چې ۲۰ تر ۲۵ زره کسان مستحقه نه وو چې امریکا ته ننوتلي دي.»

د جمهوریت پخوانی کارکوونکی ګلستان معارج د اوبوظۍ په بنډغالي کې وویل:«هغه ملګري چې دلته دي او موږ یې وینوو او ورسره کېنو دلته هېڅوک مشکوک نه ښکاري. وړ او کادري او پوه کسان دي د دغو خلکو پېژاند تثبیت شوی دی.»

اسلامي امارت ته نږدې کسان د امریکا او متحدینو له لوري یې د افغانستان د یو شمېر خلکو د تخلیې پر بهیر نیوکې لري.

د پوهنتون استاد نظیر احمد محبت وايي:«افغانان له ستونزو سره مخ شوي دي او دا تخلیه ډېره ناڅاپي تخلیه وه او هر چا چې امریکا ته ورکړې ده، تېروتنه یې کړې ده او دا تخلیه عاقلانه او ښه نه وه.»

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه د تېر حکومت له رانسکورېدو سره سم، امریکا او متحدو هېوادونو یې د درېیو اوونیو په اوږدو کې شاوخوا ۱۷۰ زره خپل پخواني همکاران او تر ګواښ لاندې کسان یې له کابله په څو نظامي الوتکو کې وایستل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه