Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولان: د مرکزي سیلو درې برخې بېرته فعالې شوې

په کابل کې د مرکزي سیلو مسوولان وايي، دې سیلو د غنمو زېرمه کولو، اوړه کولو او د ډوډۍ د تولید په برخو کې خپل فعالیتونه په عادي ډول پیل کړي او تمه ده چې دا تصدۍ په کلني ډول حکومت ته شاوخوا ۳۵ مېلیونه افغانۍ عاید راټول کړي.

د مرکزي سیلو مسوول خیال محمد وايي: «د ۴۰۰ ګرامه په اندازه روټ په ۲۹ افغانۍ بازار ته وړاندې کېږي او د ۲۰۰ ګرامه په اندازه ډوډۍ په ۱۰ افغانۍ بازار ته وړاندې کېږي.»

ورته مهال د سیلو ځینې کارکوونکي د خپلو کارونو له پیلېدو د هر کلي تر څنګ دې تصدۍ ته د حکومت د ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي.

د مرکزي سیلو یو کارکوونکی مرتضی وايي: «مخکې چې کوم کارونه ځنډول شوي وو، بېرته پیل شول او زموږ فابریکه بېرته فعالېږي.»

د محمد شعیب میرعلي‌خېل په نوم د مرکزي سیلو یو بل کارکوونکی وايي: «زموږ ستونزه د پرسونل او تشکیل کموالی دی.»

که څه هم د سیلو تصدۍ  پخوا هم کله-ناکله فعالیت درلوده، خو د هغې د ماشینونو له نسبي ترمیم وروسته اوس په منظم ډول فعالیت کولای شي. په دې تصدۍ کې پخوا سلګونه کسانو کار کاوه چې څلوېښت سلنه یې مېرمنې وې، خو اوس د ډوډۍ پخولو په برخه کې د هغوی شمېر شپږو کسانو ته راښکته شوی دی.

د مرکزي سیلو د توليدي برخې تخنیکي مرستیال احمد ذکریا وايي: «زموږ په هره فابریکه کې له ۵۰۰ ډېر کسان وو چې نږدې ۴۰ سلنه یې مېرمنې وې، خو اوس یوازې شپږ تنه مېرمنې له موږ سره دنده تر سره کوي.»

تمه ده چې په کندهار او هرات ولایتونو کې هم دوه تصدۍ خپل فعالیتونه پیل کړي.

مرکزي سیلو په لومړي ځل په ۱۳۳۵ کال کې د غنمو د زیرمه کولو، د غنمو د ژرندې او د ډوډۍ پخولو په برخه کې  فعالیت پېل کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه