Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۲۹ نادرکه شویو مېرمنو د ویډیو خپرېدل او هغې ته غبرګونونه

کابل کې له یوه امن کوره د ۲۹ مېرمنو له نادرکه کېدو وروسته، اوس د کورنیو چارو وزارت د ځينو دغو مېرمنو یوه ویډیو خپره کړې ده.

ځينو دغو نیول شویو مېرمنو په دغې ویډیو کې اعتراف کړی دی چې د افغانستان د اوسني حکومت په وړاندې د اعتراضونو لپاره له هېواده بهر د ځينو مېرمنو له خوا هڅول کېدې. 

په دغې ویډیو کې یوه معترضه وايي:«نېلوفر ایوبي، میترا مهران، عطیه مهربان، هدا خموش اوزهرا موسوي د هغو مېرمنو له ډلې دي چې بهر دي او موږ ته یې ویل چې موږ باید د اسلامي امارت پر ضد اعتراض وکړو.» 

بله معترضه مېرمن وايي:«د چهارشنبې په ورځ موږ ته د رحمان په نامه زنګ راغی او یو کوډ یې غوښت او د هغه کوډ په واسطه چې موږ ته عطیې او میترا ویل، رحمان ته مو ویل چې موږ یې امن کور ته ولېږدولو.»

خو تورنو شویو مېرمنو زموږ له بیا بیا هڅو سره حاضرې نه شوې چې په دې اړه څه ووايي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عاقل عزام په دې هکله داسې وايي:«هغو معترضو مېرمنو چې د اسلامي امارت په خلاف یې شعار ورکړی وو، موده مخکې د اسلامي امارت ځواکونو له خوا ونیول شوې. دوی په خپلو څرګندونو کې اعتراف کړی دی چې له بهره یې مرسته ترلاسه کوله او له خپلو کړنو اوس پښېمانه دي. او اوس هم د دوی ژوند ته هېڅ کوم ګواښ متوجه نه دی.»

د دغو نیول شویو مېرمنو د اعتراضونو خپرېدو پراخ اعتراضونه راپارولي دي. په دې لړ کې د بښنې د نړیوال سازمان د افغانستان برخې مسووله سمیرا حمیدي اسلامي امارت ته په خطاب کې وایي:«هغه مېرمنې چې معترضې مېرمنې یې نومونه اخلي، ټولو افغانانو په تېره بیا د ښځو د حقونو فعالانو ته ځواب ویونکې دي. هیله منه یم چې تاسو خپله تېروتنه درک کړي وي. تاسو د ښځو ژوند په خطر کې واچوه. تاسو د ملاتړ تګلاره، د امنیت پلان او ان د تخلیې پلان نه لرئ. نیول شوې مېرمنې چېرته دي؟ که طالبانو تر اوسه هغوی نه دې پرېښې، باید ژر تر ژره یې خوشې کړي. موږ د یوناما له لوري پیاوړو ضمانتونو ته اړتیا لري.»

د پیاوړو مېرمنو د غورځنګ غړې مونسه مبارز څرګندوي:«د نیول شویو مېرمنو د اعتراف ویدیو په څو دلیلونو د منلو او تاید وړ نه ده. لومړی دا چې دا اعترافونه د اجبار او اکراه او فشار په صورت کې شوي دي. اشخاص د مرک او ژوند په پوله کې دي. په دې کې شک نشته چې انسانان د ژوند کولو او نفس اخیستو لپاره هڅه کوي.»

تر دې وړ اندې د امینتي ځواکونو له لوري د څلورو نورو مېرمنو نیول کېدل له پراخو اعتراضونو سره مخ شول، خو بلاخره  له بنده خوشي شوې.

لس ورځې وړاندې نهه ویشت معترضې مېرمنې په کابل کې له یوه امن کور نه لادرکه شوې او اوس د کورنیو چارو وزارت د دغو مېرمنو یوه وېډیو خپره کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه