Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پخواني قومندان ورور: د ا.ا ځواکونو له لوري وهل شوی یم

په تېر حکومت کې د خوست ولایت د ځانګړو پولیسو د واحد یوه قومندان ورور نورالله ادعا کوي چې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري نیول او وهل او ټکول شوی دی.

نورالله وايي، له نیول کېدو وروسته په دې ضمانت خلاص شوی چې په څلورو ورځو کې خپل ورور حبیب‌الله ابشار د خوست څلورمې امنیتي حوزې پولیسو ته حاضر کړي. هغه طلوع نیوز ته ویلي: "سترګې یې راته تړلې وې، شکنجه یې کړم، په لغتو یې ووهلم. په ضمانت یې خوشې کړم او څلور ورځې وخت یې راکړی دی. "

د حقوقي چارو کارپوه سبحان الله مصباح په دې اړه وايي: " له حقوقي او شرعي پلوه، جرم یو شخصي عمل دی چې د افغانستان نافذه قوانینو ته په کتو یوازې تورن کس تر عدلي او قضايي اصولو له مخې تر څېړنې لاندې نیول کېږي. "

نورالله د دې ستونزو د حل په موخه له قومي مشرانو غوښتنه کړې. یو تن قومي مشر محمد جان په دې اړه وايي: "زما په ژوند کې دیارلس رژیمه تللي او راغلي دي. په دې رژیمونو کې ټولو کار کړی دی. موږ د عمومي بښنې پلویان یوو. "

خو د خوست د امنیې قومندان د دې ولایت په دریمه امنیتي حوزه کې د نورالله له نیول کېدو او وهلو ټکولو ځان بې‌خبره ګڼي.

د خوست امنیه قوماندان محبوب شاه قانت وايي: "زه دغه کس د حبیب الله ابشار په نامه نه پیژنم چې په کومه اداره کې و او څه کار یې کاوه. زه نه پوهیږم چې دا پیښه شوي که نه."

دجمهوریت له ړنګیدو وروسته داسلامي امارت مشر د پخواني حکومت د ځواکونو لپاره د عمومي عفوې فرمان صادر کړ. خو کله کله د یو شمېر پخوانیو پوځیانو او د هغوی د کورنیو د ځورونې، نیولو او حتی د شکنجې او وژلو راپورونه هم خپرېږي.

شریک یي کړئ