د کابل په دیارلسمه ناحیه کې د یوه روغتیايي کلینک وسایل چې خلکو ته یې وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندې کول، لوټل شوي دي.
د «دریچه صحت کلينيک» په نوم د دې روغتیايي مرکز ډاکټران او مسوولان وايي، وسلهوالو غلو تېره شپه د دې روغتون طبي وسايل او توکي له ځان سره وړي چې له دوو کلونو راهيسې يې په دې سيمه کې وړیا روغتيايي خدمتونه وړاندې کول.
د کلینیک ساتونکي سید فرهاد هاشمي طلوع نیوز ته وویل: «دروازه وټکول شوه، زه بهر لاړم او غله په وسلو سمبال وو، هغوی راغلل او ما ته یې ګواښ وکړ، دوی ټول وسایل له ځانه سره یوړل.»
د پلازمېنې په لوېديځ کې له پنځوسو تر اوياو بېوزله او ټيټ عايد لرونکي وګړيو هره ورځ په دې کلينيک کې خدمتونه ترلاسه کول، خو د کلينيک د مسوولانو په وينا اوس د دې کلينيک ډاکټران نهشي کولى چې خپل کار ته دوام ورکړي.
د دریچه صحت کلينيک مشر شعيب شعبان طلوع نيوز ته وويل: «موږ په بېلابېلو برخو کې کار کوو، لکه عمومي داخله، د ماشومانو، نس ناستي، ټلويزيوني معاينه، لابراتوار د غوږو، ستوني او پزې برخه. موږ په دې ټولو برخو کې له فیس پرته وړیا خدمتونه وړاندې کول.»
د کلينيک يوې ډاکټرې وحيدې بيات وويل: «موږ له پنځوسو تر اوياوو پورې ناروغان معاينه کول چې ډېرې يې د نسايي ولادي ناروغان وو.»
هغه بېوزله ناروغان چې په دې روغتيايي کلينيک کې يې درملنې ته زړه نه ښه کوي، له امنيتي ارګانونو غوښتنه کوي چې د دې کلينيک غله ژر تر ژره پیدا او سخته سزا ورکړي.
د کابل امنیې قومانداني د دې پېښې په اړه د څېړنو د پیل خبر ورکوي.
په دې وروستیو اونیو کې کابل د وژنو، تښتونو او وسلهوالو غلاوو په ګډون د ګڼو جنايي پېښو شاهد دی.
په دې اړه مو اندونه