په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ لپاره د اسلامي امارت نوماند سهیل شاهین په قطر کې د امارت د سیاسي دفتر رییس ټاکل شوی دی.
د اسلامي امارت یوې سرچینې طلوع نیوز ته ویلي چې ښاغلی شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ لپاره هم نوماند دی.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې، په ځانګړي ډول د سولې د خبرو پر مهال ملا عبدالغني برادر د رئیس الوزرا لومړی مرستیال، په قطر کې د سیاسي دفتر رییس و.