Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سره صلیب کمېټه: ۲۴ مېلیونه تنه له ځنډ پرته مرستو ته اړتیا لري

د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي چې په افغانستان کې ۲۴،۴ مېلیونه تنه له ځنډ پرته بشرپاله مرستو ته اړتیا لري.

دغې کمېټې په یو لړ ټویټونو کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده او زیاتوي چې د تېر کال پر تله د سږکال د بې وزلۍ کچه ۳۰ سلنه زیاته شوې ده.

د سره صلیب کمېټې ویلي:«د افغانستان ۲۴ اعشاریه ۴ سلنه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. دغه شمېر د تېر کال پر تله د ۳۰ سلنې لوړوالي ښودنه کوي.»

ورته مهال د دغې کمېټې ویاند نور آغا صاحب زاده هم څرګندوي:«په وروستیو پنځو میاشتو کې په ټول هېواد کې کابو ۴۴۷۵۵۵ تنو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي او همدارنګه ژمنۍ جامې برابرې شوې دي.»

په دې منځ کې هغه نانوایۍ چې په کابل کې د اړمنو لپاره د ورځې وړیا ډوډۍ وېشي، وايي چې د ګدایانو شمېر د پام وړ زیات شوی دی.

د دغو نانواییو له ډلې د یوې هغې مسوول میر دل رحمتي چې، په وړیا توګه یو شمېر اړمنو ته وچه ډوډۍ ورکوي وايي چې په دې ورځو کې په دې ځای کې د اړمنو شمېر بېخي ډېر شوی دی.

هغه زیاتوي:«دغې نانوایۍ ته ۱۲۰۰ کورنۍ راځي او ځينې کسان چې د مرستې وس لري له موږ سره مرسته کوي چې هغوی ته ډوډۍ ووېشوو.»

اکرم چې، د پنځو ماشومانو پلار دی وايي، هره ورځ د کار په موخه له کوره وځي؛ خو د کار پر موندلو نه بریالی کېږي.

دی له دې امله چې، په خالي لاسونو کور ته ستون نه شي، نو د دغې نانوایۍ مخې ته کېني؛ څو په وړیا توګه ډوډۍ ترلاسه کړي.  

هغه څرګنده کړه:«بې وزلي او بې چاره ګي ده، کار نشته، ځينې شپې څو ډوډۍ ترلاسه کوم او ځينې شبې نه.»

بله بې وزله شیلا هم وايي:«په باراني ورځو کې مې ټيکری لمدېږي، هوا ډېره سړه ده، داسې ورځې هم شوې دي چې ټیکری مې پر ځمکه یخ وهلی دی.» 

 له دغو ټولو ننګونو سربېره، په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر د یوه فرمان په ترڅ کې د افغانستان له ۷ مېلیارده ډالرو شتمنیو د هغې نیمايي یې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره ځانګړي کړل او ښايي پاتې نیمايي يې د سپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکړ شي؛ خو بیا هم لاتراوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه د امریکا د محکمې له لوري نه ده شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه