Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م سازمان: شونې ده زرګونه ماشومان د خوارځواکۍ له امله ومري

د افغانستان پر خلکو د مرستو د ناعادلانه وېش په تړاو له شکایتونو وروسته د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ یو پلاوی کابل ته راغلی دی.

د دغه پلاوي مشره له طلوع نیوز سره په مرکه کې وایي، چې د مرستو په وېش کې د فساد د مخنیوي لپاره یې یوه رڼه او منظمه کړنلار په پام کې نیولې ده.
 
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د استازي د پلاوي مشره ریناګیلاني وايي:«موږ په خپلې موخې او د مرستو د لېږد په چارو کې روڼتیا په پام کې نیسو او اړتیا لرو که چېري خلک شکایت ولري، وا یې ورو. دا د هغو عملیاتو یوه برخه ده چې موږ یې لپاره هلته تللي وو. موږ خپل ډېر وخت له افغانانو سره د دغه راز خبرو په هکله تېروو او مخامخ د هغوی خبرې اورو څو ډاډمن شو چې سم کسان مو تشخیص کړي دي.»

د ملګرو ملتونو دغه پلاوی د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، چې څلور مېلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او ښايي له دې منځه یو ۱۳۰ زره ماشومان مړه شي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د استازي د پلاوي غړې دیپ مالا وویل:«موږ د ښځو وضعیت و ارزاوه، هغوی ټولو وویل، چې ټول ځایونه یې وکتل خو پیسې ورته پاتې نه دي. د خوړو د پېرلو پیسې نشته. تاسو پوهېږئ کله چې هغوی له خوبه راوېښيږي، د څه په اړه فکر کوي؟ زه به څه خورم او ماشومانو ته به مې څنګه خواړه ورکوم؟»

دغه پلاوی زیاتوي چې په افغانستان کې لوږه تر اتلس مېلیونه زیات کسان ګواښي او له دې منځه نهه مېلیون په بېړني ډول خوراکي توکو ته اړتیا لري.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د استازي د پلاوي مشره ریناګیلاني زیاتوي:«اوس مهال د دې وخت دی چې اقدام وشي موږ نور وخت نه لرو او اړتیا ده چې د اقتصاد څرخ په حرکت راولو او د خلکو هیلې راژوندۍ کړو.»

په افغانستان کې د یوه لوی احتمالي ناورین د رامنځته کېدو په تړاو له اندېښنو وروسته برېټانیا اعلان کړی دی چې له ملګرو ملتونو سره په همکارۍ په راتلونکې زیږدیزې میاشت کې د افغانستان په تړاو د یوې غونډې کوربتوب کوي.

د ملګرو ملتونو یو پلاوی د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، چې څلور مېلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او ښايي له دې منځه یو ۱۳۰ زره ماشومان مړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه