Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مسافر وړونکو موټرو چلوونکي: ټرانسپورټي شرکتونه له موږ پیسې اخلي

د مسافر وړونکو موټرو یو شمېر چلوونکي وايي، ولایاتو ته د تګ-راتګ پر مهال ترې خصوصي ټرانسپورټي شرکتونه پیسې اخلي.

دې چلوونکو پرون په کابل کې د یوې غونډې پر مهال خبرداری ورکړ چې که اسلامي امارت دې ستونزې ته رسېدنه و‌نه‌کړي، لارو-کوڅو ته به راووځي.

یو شمېر موټر چلوونکي زیاتوي، له یوې خوا د تېلو بیې لوړې شوي او له بلې‌خوا د شرکتونو له لوري کمېشن اخېستنې د دوی کاروبار له ننګونو سره مخامخ کړی دی.

د ګل محمد په نوم یو موټر چلوونکی وايي: «شرکتونه خپل په سر کارونه کوي، زموږ حق خوړل کېږي او هغه پیسې چې له مسافرو اخېستل کېږي، موټر چلوونکو ته نه ورکول کېږي.»

د احمد په نوم یو بل چلوونکی وايي: «د نیمروز کرایه ۸۰۰ افغانۍ ده، خو موږ ته ۲۰۰ افغانۍ راکول کېږي.»

دوی له ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارته غواړي چې دې ستونزې ته یې ژر تر ژره رسېدنه وکړي. د رحمت قریشي په نوم یو موټر چلوونکی زیاتوي: «له یوه موټر نه په غلا ۲۰ زره افغانۍ اخلي. چېرته لاړ شو؟»

له دې سره سم، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، دا بنسټ به د موټرو د تګ-راتګ لپاره یو جلا ټرمینال جوړ کړي. د دې وزارت ویاند امام‌الدین احمدي وايي: «د ټرانسپورټ د تنظیم لپاره مو طرحه ترتیب کړې او ریاست‌الوزرا ته مو استولې ده. په نږدې ورځو کې به تصویب او عملي شي.»

د تېر حکومت له رانسکورېدو وروسته، د ځمکې له لارې بېلابېلو ولایتونو ته د خلکو د تګ-راتګ په کچه کې ډېروالی راغلی او یو کم شمېر خلک د هوايي شرکتونو له لارې ولایتونو ته سفرونه کوي.

شریک یي کړئ