Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: هره ورځ له درې زرو ډېر افغانان ایران ته اوړي

د هرات او نیمروز ولایتونو سیمه‌ییز چارواکي وايي، هره ورځ له درې زرو ډېر افغانان د بېکارۍ له کبله ایران ته اوړي. د دوی په خبره، دا کسان په قانوني ډول د هرات او نیمروز ولایتونو د پولو له لارې ایران ته ورځي.

د اسلام‌قلعه کمیساري مرستیال همایون همت وايي: «هغه کسان چې په قانوني ډول ایران ته اوړي، له ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ پورې کسان دي او هغه کسان چې له ایرانه بېرته افغانستان راځي، شاوخوا ۱۰۰۰ ته یې شمېر رسېږي.»

همداراز، د نیمروز سرحدي کمیسار محمد هاشم حنظله زیاتوي: «د چهار شنبې په ورځ په قانوني ډول له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې کسان لېږدول شوي دي.»

ورته مهال هغه کسان چې ایران ته روان دي وايي، له سختو اقتصادي ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي او اړ دي چې له هېواده لاړ شي. د هرات ولایت اوسېدونکی فرهاد سلطاني وايي: «بیکاري ده، څو میاشتې وشوې چې کار مو نه‌دی کړی، همداسې بیکاره یوو او ایران ته روان یوو.»

د فاریاب ولایت اوسېدونکی سلطان میر په دې اړه زیاتوي: «په افغانستان کې کاروبار نه‌شته، ایران ته روان یوو چې کار پیدا کړو.»

ایران ته د افغانانو د سفرونو په ډېرېدو سره، له دې هېواده د افغان کډوالو شړل هم زیات شوي. هره ورځ د اسلام کلا او نیمروز له لارو تر له دوه زوو ډېر افغانان بېرته هېواد  ته راځي.

د غزني ولایت اوسېدونکی لطف‌الله وايي: «د خلکو ستونزو او غوښتنو ته دې رسېدنه وکړي، یو ټول‌ګډونه حکومت دې جوړ شي، د کار زمینه دې ورته برابره شي، څو خلک له دې ستونزو خلاص شي.»

د شمېر له مخې، ایران ته د افغانانو پر قانوني تګ سربېره په ورځ کې تر درې زرو ډېر کسان د نیمروز ولایت له قاچاقي لارو لومړی پاکستان او وروسته ایران ته ځي. دغه کډوال د خورا ډېرو ستونزو او سختیو په ګاللو سره ځانونه ایران ته رسوي، خو ډېری یې د لارې په اوږدو کې تر نیول کېدو وروسته بېرته افغانستان ته را اړول کېږي.

د شمېر له مخې، ایران ته د افغانانو پر قانوني تګ سربېره په ورځ کې تر درې زرو ډېر کسان د نیمروز ولایت له قاچاقي لارو لومړی پاکستان او وروسته ایران ته ځي.

شریک یي کړئ