وروسته له هغې چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اټومي وسلو د تیارسي امر وکړ، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګيي نن (دوشنبه) وويل، ټولې خواوې بايد ارامي غوره او د جګړې له ډېرېدو ډډه وکړي.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، وانګيي په يوه خبري غونډه کې د بېجينګ پر دې نظر ټينګار وکړ چې د هېوادونو ټولې قانوني امنيتي اندېښنې بايد جدي ونيول شي.
د ناټو د دښمنانه او یرغلیزو څرګندونو په ځواب کې پوتین د یکشنبې په ورځ د اوکراین په اړه له لوېدیځ سره د کړکیچ د دوام لپاره د خپل هېواد اټومي وسلو مسوولانو ته د تیارسیي امر وکړ. امریکا روسیه تورنه کړه چې په خطرناکو «کلمو» غواړي جګړې ته لمن ووهي.
په دې اړه مو اندونه