Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاک-افغان سوداګریزو اړیکو پر پراختیا د منصور احمد خان ټینګار

په افغانستان کې د پاکستان سفير منصور احمد خان پرون په جلال‌اباد کې یوې غونډې ته وويل، د اسلام‌اباد او کابل په اړيکو کې نوی څپرکی پرانيستل شوی او پاکستان هڅه کوي چې له افغانستان سره ښه سوداګري ولري.

احمد منصور خان وویل، له لسیزو اوږدې جګړې نه یوازې افغانستان؛ بلکې پاکستان هم زیانمن کړی دی.

نوموړي وویل: «د خلکو په تګ راتګ او سوداګرۍ کې چې څومره مسایل راپورته شوي، دا هم له دې کبله دي چې د تېرو ۵۰ کلونو پر مهال په سیمه کې نړیوالو زبر ځواکونو سیاست کړی او دلته بهرني ځواکونه پاتې شوي او تسلط یې کړی دی.... زما په نظر اوس د دې وخت رارسېدلی چې موږ د دې مسایلو د حل لپاره مناسب، ژر تر ژره او عملي ګامونه پورته کړو.»

دغه پاکستاني ډېپلوماټ زياته کړې چې پاکستان هڅه کوي د افغان وګړیو په تېره سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي. هغه وايي: «د افغانستان د ټولګټو او د پاکستان د رېل ګاډي وزارتونو له یو بل سره اړیکه نیولې ده، څو یوه داسې طرحه جوړه کړي چې د تورخم-جلال‌اباد او په سویل کې د چمن-کندهار اورګاډو لارو کې لومړی استانتیاوې رامنځ‌ته بیا پرې کار پیل شي، څو د افغانستان د اورګاډي سکټور کې پرمختګ وشي او د تورخم-جلال‌اباد د رېل ګاډي کرښه له پاکستان، افغانستان او ازبکستان سره ونښلول شي.»

ورته مهال ځینو سوداګرو چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، پر پاکستاني چارواکو غږ وکړ چې د افغان سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې ژر تر ژره هوارې کړي.

د ننګرهار د پانګه‌ونې خونې رییس تور منلګ وايي: «که د سوداګرو لپاره د تګ-راتګ جلا لاره جوړه شي، زه فکر کوم چې هره ورځ دوه یا دوه نیم سوه سوداګر او پانګه‌وال تلی او راتلی شي او په دې سره سوداګري ډېرېږي.»

د ډاکټر مخلص په نوم یو بل سوداګر وايي: «له بده مرغه ستاسو امنیتي پوستې له صفري نقطې پنځوس مټره لرې تلاشي پیلوي. د ایف‌.سي اړوند کسان د اپټا تړون خلاف عمل کوي.»

بل‌خوا د ننګرهار قومي مشرانو له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د تورخم او سپین بولدک لارې د ستونزو د هواري او د مسافرو پر مخ پرانېستې وساتي.

د ننګرهار د قومي شوراګانو رییس لالا اغا کاکړ وايي: «دا موږ او ستاسو او د ټولو مسلمانانو لپاره د شرم خبره ده چې يوه مور په لاره کې د سرحدي ستونزو له امله ماشوم زېږوي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د تېرې پنج‌شنبې په ورځ د کندهار په سپين بولدک کې د پاکستاني او اسلامي امارت ځواکونو تر منځ په نښته کې درې ملکي وګړي ووژل شول او شاوخوا سل نور ټپيان شول او د سپين بولدک لويه لار د دريو شپو او ورځو لپاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر احمد منصور خان وویل، له لسیزو اوږدې جګړې نه یوازې افغانستان؛ بلکې پاکستان هم زیانمن کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه