د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د کندز پر سیند د یوه پله د جوړېدو چارې پیل شوې. د بغلان سیمهییز چارواکي وايي، د دې پله په جوړېدو څه باندې ۲۳ مېلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د سیمې خلک یې ورکوي.
د دوی په خبره، د دې پله جوړول به له شپږو تر اتو میاشتو پورې وخت ونیسي.
د بغلان والي قاري بختیار معاذ وویل: «موږ خوښ یوو چې د دوشي ولسوالۍ شاوخوا پنځه زره کورنۍ او یو زیات شمېر کلي به د دې پله له لارې له عامه لارې سره ونښلول شي.»
دا پل به شپیته مټره اوږدوالی او پنځه مټره پلنوالی ولري.
د بغلان سيمهييزو چارواکو زياته کړه، د ياد پل د جوړېدو چارې به د چارواکو لهخوا څارل کېږي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رييس اسدالله مصطفی هاشمي وويل: «د دې ولايت مشرتابه هر هغه څه ته ژمن دی چې د خلکو د ښېګڼې لپاره وي.»
بلخوا د دې پله د جوړېدو لګښت د ځايي خلکو لهخوا ورکول کېږي.
يو قومي مشر اسلم وويل: «د دې پل پیسې موږ د خپلو لښګتونو پر بنسټ او له هغه مسافرو چې له هېواده بهر اوسېږي، غوښتي او د یوه قومي یووالي له مخې له مخې دا لګښت ورکوو.»
قومي مشر استاد جان په دې اړه وويل: «موږ له ٢٥٠ کلونو راهيسې ډېرې ستونزې لرو او هيچا راته پاملرنه نهده کړې.»
د دوشي ولسوالۍ قومي مشران وايي، د پله په جوړېدو سره به د شاوخوا پنځه زره کورنیو ستونزې هوارې شي.
په دې اړه مو اندونه