Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مجاهد: قانوني سند لرونکي کولای شي له هېواده بهر ته ولاړ شي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د سفر محدودیتونه یوازې د هغو کسانو لپاره دي چې غواړي په ناقانونه توګه له هېواده بهر ته سفر وکړي، هغه زیاتوي هغه کسان چې قانوني سند او بلن لیک ولري کولای شي چې له هېواده بهر ته سفر وکړي.

مجاهد نن په یوه ټویټ کې لیکلي دي:«زموږ هغه هېوادوال چې قانوني اسناد او بلن لیک ولري له هېواده بهر ته سفر کولای شي او په ډاډ سره هېواد ته راتلای شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ مجاهد په یوې خبري ناسته کې له هېواده بهر ته د هېوادوالو پر سفر د بندیزونو له لګولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې مېرمنې له محرم پرته نه شي کولای چې له هېواده بهر ته سفر وکړي.

د ښاغلي مجاهد د یکشنبې ورځې څرګندونې له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې.
 
په افغانستان کې د بریتانیا سفیر هوګو شورټر وویل چې نوي محدودیتونه د منلو وړ نه دي. هغه تېر ماښام په یوه ټویټ کې ولیکل:«زه له طالبانو غواړم چې خپلې خبرې ژر ترژره واضح کړي. نړۍ لاهم د طالبانو پر کړنو څارنه لري. د هغوی دغه راز اقدامات هم د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې د دوی ژمنې کمزورې کوي او هم پرهغوی د افغانستان د خلکو باور کموي.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ هم ویلي چې په دې هکله به له اسلامي امارت سره خبرې وشي. هغه له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي:«د طالبانو له استازو سره به د دغو څرګندونو په تړاو خبرې وکړو، چې په ریښتا یې له دغو خبرو نه موخه څه ده، زه ډاډه نه یم چې دا د هغوی یو رسمي سیاست وي او صادقانه وایم چې دا ډېره د اندېښنې وړ ده.»

د بشري حقونو د څار بنسټ هم دغه پرېکړه د بشري حقونو او د ملګرو ملتونو د اصولو پرخلاف ګڼي.

د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله هېډر بار څرګندوي:«هغه څه چې باید په یاد ولرو، دا دي چې که آزادي او له کور نه د وتلو اجازه نه وي، نه شي کولای په نورو حقوقي مسایلو کې ښکېل شئ.یعنې نه شي کولای چې کار، ښوونځي او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولرئ او له کورنیو تاوتریخوالو خوندي پاتې شئ او دا ډېره وېرونکې ده.»

خو نن د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې ویلي دي چې د خبرو موخه یې د هېوادوالو د ناقانونه سفرونو مخنیوی وو او ټينګار کوي هغه کسان چې قانوني اسناد لري کولای شي له هېواده بهر ته سفر وکړي.

بهر ته د هېوادوالو پر سفرونو د بندیز په تړاو د اسلامي امارت د ویاند له خبرو دوه ورځې وروسته، دغه خبرې له غبرګونو سره مخ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه