Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړه لیک دویمه کلیزه

د دوحې هوکړه لیک له دوه کلنۍ سره هم مهاله د اسلامي امارت ځينو چارواکو په کابل کې په یو لړ ځانګړو مراسمو کې د دغې هوکړه لیک لاسلیک کېدل یې په افغانستان کې د امریکا ماته وبلله.

په دغو مراسمو کې د اسلامي امارت جګپوړو چارواکو ګډون کړی و. له دې ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست چې د دوحې په مذاکراتو کې یې د اسلامي امارت په استازیتوب ګډون درلود. د دغې موافقې لاسلیک کېدل په افغانستان کې د امریکا د ماتې په معنی بولي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور زیاتوي:«د امریکا او ښکېلاک ماته له هغې وخته پيل شوه چې د بهرنیو چارو ځانګړي استازي له ملا برادر سره خپله ماتې لاسلیک کړه.»

د رییس الوزرا دویم مرستیال وایي چې امریکا د دوحې په هوکړه کې پر خپلو کړو ژمنو ولاړه نه ده.
 
د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي څرګندوي:«د دوحې وهوکړه لیک دویمه ماده دا وه چې د اسلامي امارت ټول مشران چې په ظالمانه توګه په تور نوملړ کې اچول شوي وو، باید ایستل شي وای؛ چې له بدغه مرغه هغوی تر نننه د دغې مادې په عملي کېدو بریالي شوي نه دي.»

د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا برادرهم د دغه هوکړه لیک په مهم بللو سره، له ټولو مسلکي کادرونو وغوښتل چې د افغانستان د ودانولو لپاره په هېواد کې پاتې شي.
 
د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل:«پر ټولو مسلکي کدرونو غږ کوم چې هېواد مه پرېږدئ او د هېواد د پرېښودو پر ځای ابادۍ لپاره په افغانستان کې پاتې شئ؛ دلته به یې هم عزت په امان کې وي او هم به له اجتیاجۍ خلاص وي او همدارنګه ځان به له هېوادوالو سره احساس کړي.»

د دغو مراسم بل ویناوال د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست وایي،چې د مدرسې او پوهنتون ترمنځ واټن باید له منځه ولاړ شي.
 
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست  شیخ خالد حنفي زیاتوي:«موږ هغه مهال ځانبسیا کېږو چې متخصص مهندسان، ډاکټران او د اقتصاد پوهان د خپلو خلکو او ملت په خدمت کې وي نه د پردیو، هغه مهال موږ پرمختګ کوو.»

د دوحې هوکړه لیک له یوولس پړاوه خبرو وروسته، د ۱۳۹۸په کب میاشت کې د اسلامي امارت او د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه