Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فایق:م.م ملتونو غونډه کې پر اوکراین د روسیې برید پر ضد رایه ورکوم

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي چې هغه د دغه سازمان د عمومي مجمع غونډه کې پر اوکراین د روسیې د یرغل پر ضد رایه ورکوم.

ښاغلي فایق طلوع نیوز ته ویلي چې، د افغانستان په ګډون څه باندې ۱۰۰ هېوادونو پر اوکراین د روسیې د نظامي برید د محکومیت له پرېکړې ملاتړ کړی دی.

 نصیر احمد فایق په دې هکله وايي:«پر اوکراین د روسیې برید د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره نقض دی. او په دې کې د هېوادونو واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی او د هېوادونو د حاکمیت او سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې له ګواښونو او له زوره د کار اخیستو ډډه کول دي او همداراز په سوله ییز ډول د بن الدول د منازعاتو پر حلېدو ټينګار شوی دی.
افغانستان چې په خواشینۍ سره په خپله د بهرنیانو له جګړو او یرغلونو اغېزمن دی او خلکو یې له کلونو راهیسې د هغې منفي تاثیرات تجربه کړي، تل د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو منشور ته د درناوي او د خبرو له لارې په سوله ییز ډول د منازعاتو د حل ملاتړی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د هېواد بهرنیو چارو وزارت پر اوکراین د روسیې د برید په تړاو بې طرفي اعلان کړې وه.

پخوانی ټيلوماټ عزیز معارج طلوع نیوز ته وايي:«امریکا او ملګرو ملتونو سازمان په خپله خوښه یو کس راوستی، نو که چېرې هغه د روسیې او اوکراین په هکله نظر ورکوي، د هغه شخصي نظر دی.»

له بل لوري د امریکا کانګرس ته د ولسمشر بایډن ټوله وینا پر اوکراین د روسیې پر برید ورټوله وه او د نورو کلونو پر خلاف یې له افغانستانه هېڅ یادونه ونه کړه.

دغه موضوع بیا له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده. خو د جوبایدڼ په وینا کې د افغانستان د نوم نه اخیستل په څه مانا دي؟

سي، ان، ان ته د سیاسي چارو شنونکی جوش راګین وايي:«بایډن په تېر کال کې له افغانستانه د ځواکونو د وېستنې په تړاو څه یادونه ونه کړه. دا په دې مانا ده چې، حکومت نه غواړي د هغو زرګونه کسانو په اړه چې، شا ته پرېښودل شوي، خبرې وکړي.»

د پوهنتون استاد حامد عزیز مجددي هم زیاته کړه:«د سنا په مجلس په وینا کې د امریکا د ولسمشر د افغانستان نه یادول، په دې دلیل دي چې نړۍ د اوکراین په نښتې بوخته ده او افغانستان څنډې ته شوی دی.»

پر اوکراین د روسیې له نظامي بریده ۷ ورځې تېرېږي؛ خو په تړاو یې له بېلابېلو غبرګونو سره سره د روسي او اوکرایني ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه