Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هلمند سنګین ولسوالۍ ته د جګړې د بې ځایه شویو بېرته ستنېدل

د هلمند سنګین ولسوالۍ ته په سلګونه هغه کورنۍ بېرته ستنې شوې چې، د تېرو کلونو د سختو جګړو له امله بې‌ځایه شوي وې. 

په وروستيو کلونو کې د دغه ولسوالۍ په ډېرو سیمو د پوځي عملیاتو، هوايي بريدونو او وسله والو جګړو پر مهال ويجاړ کورونه، ښوونځي او هټۍ لا هم په خپل حالت پاتې دي.

د طلوع ‌نيوز خبريال عبدالله همیم دغه جګړه ځپلې سیمې ته په سفر کې د ځايي خلکو ناخوالو او ژوند ته د هغوی د هيلو په هکله رپوټ چمتو کړی دی.

د هلمند سنګین ته غځېدلی سړک د پخواني پوځيانو، ملکي وګړو او آن طالبانو لپاره تر ټولو خونړۍ لاره وه. دغه جګړه ځپلې ولسوالۍ د پخواني حکومت پر مهال، دلته د مېشتو برېټانوي ځواکونو پر هديره يادېده.

د تېرو شلو کلونو جګړې د دغې ولسوالۍ څېره بدله کړې ده.

د اسلامي غړی په دې هکله وايي:«پخوا دلته کمربندونه وو، هغوی فکر کاوه چې مجاهدین له دې ځایه ډزې کوي، هغوی دغه سیمې هوارې کړې.»

په‌ دغه ولسوالۍ کې جګړي یواځي ویجاړۍ تر شا پريښي دي. په مرکزي سیمو کې يې ان یوه روغه ودانۍ نه تر سترګو کېږي او ځايي خلک يې د هغه وخت د جګړو امله کوچېدلي وو.

رحمت الله یو له هغه کسانو څخه دی چې د هوايي بمبارۍ له امله يې د پلار او وړونو په ګډون د کورنۍ پنځه غړي د لاسه وکړي دي.

هغه اوس بېرته خپلې مینې ته راستون شوی او د راتلوونکي ژوند لپاره هيلې لري.

د سنګین ولسوالی اوسېدونکی رحمت الله څرګندوي:«تاسو د جګړې نښې چې په ځان کې مو دي وروښيئ، که چېرې مې دروغ وویل بیا تاسو وویاست.»

تر اوسه لاهم د خلګو پر خولو د جګړو ترخي کیسې ګرمې دي او د رحمت الله په څېر نژدي هره کورنۍ د جګړي قرباني شوي‌ده، خو لاهم د ژوند کولو لپاره هیلې شته او ډېری کسان د ویجاړو شویو ځایونو په رغولو بوخت دي.

د سنګین ولسوالي اوسېدونکي سراج الدین وویل:«اوس خلکو دلته لږ شان خپل ژوند پیل کړی دی، په دې معنا چې اوس غواړي دلته کار وکړي. دلته په زرګونه کسان تر خاورې لاندې شوي دي.»

د هلمند د دغه ولسوالۍ کابو ټول اوسېدونکي پر بزګرۍ بوخت دي، هغه بوختیا چې په تېرو څو کلنو کې د جګړي له امله ناشونې وه، خو اوس د ځايي خلکو لويه غوښتنه دا ده چې په افغانستان نوی واکمن حکومت يې ستونزو ته رسېدګي وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه