Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولان: په ننګرهار کې اته وسله‌وال غله نیول شوي

د ننګرهار د استخباراتو رییس وايي، د وسله‌والو غلو اته کسیزه ډله یې نیولې چې د اسلامي امارت د ځواکونو په نوم یې د خلکو له کورنو غلاوې کولې.

د ننګرهار د استخباراتو رییس ډاکټر بشیر زیاتوي، له نیول شویو کسانو یو شمېر وسلې او غلا شوي موټر هم تر لاسه شوې دي.

هغه وايي: «په دوی کې داسې کسان وو چې د اسلامي امارت له پاک نومه یې ناوړه ګټه اخیستله او د طالبانو له یونیفورم او وسایلو یې کار اخیسته او د خلکو کورنه یې ټکول او ویل یې چې موږ طالبان یوو. کله چې هغوی بېرون راوتل، د کور ټول وسایل یې لوټل.»

دا کسان چې اوس د ننګرهار له استخباراتو سره په بند کې دي؛ له رسنیو سره په خبرو کې په‌خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

د رومل په نوم یو نیول شوی کس وايي: «زه یې د غلا په تور نیولی یم، ما غلا شوي موټر اخیستل، پرزې مې ورته تبدیلولې او له یو ولایت نه مې په بل ولایت کې پلورل.»

د صفت‌الله په نوم یو بل نیول شوی کس وايي: «موږ لس کسیزه ډله وو چې د طالبانو په لباس کې د خلکو کورونو ته تللو او هر څه چې مو لاس ته راتلل، اخیستل مو او بېرته راتلوو.»

د ننګرهار استخباراتو رییس ننګرهاریانو ته د امنیت ډاډ ورکوي او غوښتنه کوي چې په دې برخه کې له اسلامي امارت سره مرسته وکړي.

داکټر بشیر وايي: «همدا ډول چې دا کسان نیول شوي، پاتې کسان به هم ونیول شي او موږ د هغوی د نیولو په لټه کې یوو. هر څوک چې په هر نوم زموږ خلک ځوروي، موږ هغوی نیسو او عدلي او قضايي بنسټونو ته یې سپارو.»

د ننګرهار د استخباراتو رییس همداراز خبرداری ورکوي، هغه کسان چې په جنايي جرمونو لاس پورې کوي، له هغوی سره به قانوني چلند وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه