Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ کې د یوه خیریه بنسټ له خوا بې وزلو د وچې ډوډۍ د وېش بهیر پیل

د کمال نبي زاده خیریه بنسټ د مزارشریف له ښاروالۍ سره په همغږۍ پر بې وزلو کورنیو د وچې ډوډۍ د وېشلو بهیر پيل کړی دی. 

د دغه بنسټ اجراییه مسوول وایي چې دغه پروګرام به شپږ میاشتې روان وي او  پر بلخ، کابل او هرات سربېره به په نورو ولایتونو کې هم عملي شي.
 
د کمال نبي زاده خیریه بنسټ اجراییه مسوول احمدنژند رحیمي وویل:«موږ په دغه ستر او سراسري پروګرام کې په زرګونه بې وزله او ناداره کورنۍ له بېلابېلو برخو تر پوښښ لاندې نیولي او ورسره بشري مرستې کېږي.»

هغه کورنۍ چې دغه مرتسې ترلاسه کوي، د دغه بنسټ د څارونکې کمېټې او د ښاروالۍ د مسوولانو له لوري په ګوته شوې دي.

د مزارشریف ښاروال مولوي قدرت‌الله طارق هم وايي:«په دغو څو ورځو کې موږ د تریتب او تنظیم لپاره یې کار کاوه چې نن بریالي شوو.»

هرې دغې کورنۍ ته د ډوډۍ د ترلاسه کولو یو کارټ ورکړل شوی دی، څو د خپلو سیمو له نانواییو نه ډوډۍ ترلاسه کړي.
 
یو له بې وزلو وايي:«د نبي زاده بنسټ له لوري ډوډۍ ترلاسه کوو، زه کراچۍ لارم او کارو بار هم نشته.» 

بل بې وزلی هم زیاتوي:«هغه کسان چې مستحق دي د ناحیې له خوا ورته کارټ ورکړل شوی دی.»

د دغه بنسټ اجراییه رییس وایي،چې د وچې ډوډۍ له وېش سره به هم مهاله، د اوړو، غوړیو، وریجو، چای او بورې په څېر د خوراکي توکو د مرستو بهیر هم روان وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه