Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دافغانستان اقتصادي ناورین؛دخوړو نړۍوال پروګرام کافي بودیجه نه لري

د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل ټوېټر کې په افغانستان کې اړمنو ته د مرستو د رسولو لپاره د خپلې بودیجې پر کموالي اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د دغه پروګرام بودیجه مخ پر خلاصېدو ده.

د خوړو د نړۍوال پروګرام د ایمرجنسي برخې مسوول وایي،چې په افغانستان کې نږدې هېڅ کورنۍ نه شي کولای چې پوره خوړو ته لاسرسی ولري.
     
د خوړ د نړۍوال پروګرام د ایمرجنسي برخې رییس مارګوټ ون درولډن وايي:«موږ اوس مهال یو لوی اقتصادي ناورین لرو، نو بېړنیو مرستو ته اړتیا ده،موږ باید راشو مرسته وکړو او د اړتیا وړ خواړه برابر کړو»

خو د سوداګرۍ او پانګونې خونه د نړۍوالې ټولنې د مرستو پر بڼې نیوکه کوي او وایي چې مرستې باید د هېواد په بیخ بینایي پروژو ولګول شي، څو خلکو ته د ډاډمن کار زمینه برابره شي.
      
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی څرګندوي:«پروژې دې عملي شي چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي او خلک هم د کار او هم د پیسو څېښتن شي که چېرې دا کار ونه شي او یوه بوجۍ اوړه ورکړل شي هغه یوه بوجۍ اوړه خلاصېږي او خلک به سبا ته بیا ډوډۍ ونه لري.»
    
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مخکینی مرستیال مزمل شینواری هم وايي:«بهرنۍ مرستې هېڅکله د دولت له څارنې او همکارۍ پرته دومره اغېزناکې نه وي چې د مرستې د بودیجې له لارې مصرف شي.»

د خوړو د نړۍوال پروګرام لومړنۍ شمېرې ښيي، چې په تېره یوه میاشت کې دغه پروګرام له څه باندې لس مېلیون کسانو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحید الله اماني وویل:«اوس چې موږ په مارچ میاشت کې یوو موږ د کال ترپایه د هغه پلان په مطابق چې لرو یې یو اعشاریه شپږو مېلیارد ډالرو ته اړتیا لرو چې وکړای شو ۲۳ مېلیونه کسانو ته د مرستې رسنونې لپاره ځان چمتو کړو.»

د خوړو د نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۲۳ مېلیون تنه خوراکي مصوونیت نه لري او ۹۵ سلنه کورنۍ پوره خوړو ته لاسرسی نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه