Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ښځې نړۍواله ورځ او افغانستان کې د ښځو د وضعیت په هکله اندېښنې

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ پلاوي، نړۍوالې بښنې سازمان، د بشري حقونو د څار بنسټ او ځينو نورو نړۍوالو سازمانونو او ډپيلوماټيکو بنسټونو د ښځې نړۍوالې ورځې له لمانځلو سره په افغانستان کې د ښځو وضعیت اندېښمنوونکی وباله.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ پلاوي (یوناما) د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي دي چې افغان مېرمنې د بېلابېلو کړکېچونو له ناوړه پایلو او جنسیتي نابرابرۍ او تبعیض سره مخ دي.

یوناما ویلي دي چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغان مېرمنو او نجونو ترڅنګ درېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرالاینز وايي:«هغه څه چې موږ نن په افغانستان کې د هغه شاهد یوو، یو ناورین رامنځه کوونکی کړکېچ دی. ټول په هېواد کې له اوسني کړکېچه اغېزمن شوي دي، خو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت اندېښمنوونکی دی، ځکه د هغوی حقونه او فرصتونو ته د هغوی لاسرسی په پراخه کچه ننګول شوی دی.»

د بنښنې نړۍوال سازمان هم د ښځې د نړۍوال سازمان د ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي دي چې نړۍ په داسې حال کې دغه ورځ لمانځي چې افغانستان کې ښځې او نجونې نه شي کولای په بشپړه توګه له خپلو انساني حقونو، په ځانګړې توګه د زده کړو او کار له حقونو استفاده وکړي.

د بشري حقونو د څار بنسټ هم په افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي او ویلي یې دي چې په وروستیو میاشتو کې پر ښځو ډېر بندیزونه لګول شوي دي. دغه سازمان همدارنګه د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو او لاسته راوړنو د ساتنې لپاره د اغېزناکې نړۍوالې همغږۍ پر نشتوالي نیوکه کړې ده.

د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله هېډر بار څرګندوي:«د ښځو په نړۍواله ورځ، د مارچ په اتمه، ښځې به په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو په هکله به فکر وکړي او د نړۍ په هېوادونو کې د ښځو د غورځنګونو د لاسته راوړنو  لمانځنه به وکړي. خو په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو له فعالانو غواړو چې افغانستان ته هم پاملرنه وکړي.»

اروپايي ټولنې، المان، برېټانیا او امریکا هم پر ښځو د لګول شویو بندیزونو پر لېرې کولو ټینګار وکړ او په ټولنیز او سیاسي ژوند کې هغوی ته د ونډې په ورکړې غوښتنه کړې ده.  د افغانستان لپاره د دغو هېوادونو استازو ویلي دي چې ښځې کولای شي د افغانستان په اقتصاد کې او له اوسني بشري کړکېچ څخه د وتلو لپاره فعاله ونډه ولري. دغه هېوادونه کار ته د ښځو او زده کړو ته د نجونو د بېرته سنېدو غوښتونکي دي.

بلخوا د بهرنیو چارو وزارت د دغې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي دي چې اسلامي امارت هېواد کې د نجونو او ښځو پراخو ستونزو ته د رسېدنې لپاره ژمن دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي دي چې د ښځو نړۍواله ورځ د افغان مېرمنو او نجونو د عدالت غوښتنې لپاره ښه فرصت دی.

هغه لیکلي:«اسلامي امارت د افغام مېرمنو د ټولو شرعي حقونو د ورکړې په برخه کې ځان ژمن ګڼي. د ښځو نړۍواله ورځ د دې لپاره ښه ورځ ده چې ښځې د خپلو شریغي حقونو غوښتونکې شي. موږ د افغان مېرمنو د حقونو ساتنه کوو.»

بلخوا په کابل کې ځینو د ښځو فعالانو دغه ورځ ولمانځله او د ښځو په وړاندې د ګڼو ستونزو په وړاندې د مېرمنو په وړاندې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره د هغوی د پیوستون غوښتونکې شوې. 

په کابل کې ځینو د ښځو فعالانو دغه ورځ ولمانځله او د ښځو په وړاندې د ګڼو ستونزو په وړاندې د مېرمنو په وړاندې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره د هغوی د پیوستون غوښتونکې شوې. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه