Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېرو اوو میاشتو کې هېواد کې کابو ۴۰۰ ولسي وګړي وژل شوي

د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې په افغانستان کې د تېر کال له اګسټ میاشتې راهیسې تراوسه اوسه کابو ۴۰۰ ولسي وګړي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

د دغه سازمان د بشري حقونو څانګه په یوه رپوټ کې لیکي، که څه هم په دې موده کې په افغانستان کې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې د پام وړ کمښت راغلی دی؛ خو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی.  

د اسلامي امارت له بیا راتګ نه وروسته، دا لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګه په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې شمېرې وړاندې کړې دي.
 
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنره میشل باشله وايي:«د ۲۰۲۱کال د اګست له پنځلسمې د ۲۰۲۲کال د فبروري تر پنځلسمې پورې یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې ۱۱۵۳وژل شوي او ټپیان ثبت کړي دي، چې ۳۹۷ تنه وژل شوي په کې شامل دي. د داعش له لوري د ځانمرګي برید په ګدون څو بریدونه پرشعیانو ډېری یې هزاره دي، شوي دي.»

د ملګرو ملتونو سازمان وایي، د دوی موندنې ښيي، چې د تاوتریخوالي او ملکي مرګ ژوبلې کچه د پاموړ راټېټه شوې ده، خو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په یوې ژورې اندېښنې بدل شوی دی.
 
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنره میشل باشله زیاتوي:«غواړوم چې په ننګرهار کې د څو تنو د سر پرې کېدو د پېښې په ګډون چې جسدونه په عام محضر کې لیدل شوي، د قانون پرخلاف د پنځوسو تنو وژلو ته اشاره وکړم، احتمال لري،چې دغه کسان به د داعش غړي وو.»

سرپرست حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو د نوي رپوټ په تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو،چې د مرګ ژوبلې کچه صفر ته راټېټه شوې ده. 
   
اسلامي امارت ته نږدې کس عبدالفغار کامیاب وايي:«د افغانستان له هېڅ ولایت او ولسوالۍ موږ د ترهګریزو فعالیتونو په هکله معلومات نه لرو. هره اداره چې څېړنه کوي باید مستند کړي او له افغان دولت سره یې شریکه کړي.»

ملګرو ملتونو دغه راز په افغانستان کې د خپل سرو نیونو او د بشري حقونو د مدافعانو پر وړاندې پر ګواښونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه