Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نیمروز کې د افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته

د سیمې اوسېدونکي د دغې خبر له پخلي سره وايي چې د دوشنبې په ورځ افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونو یو ځل بیا د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې سره ښکېل شوي دي.

د نیمروز ځایي چارواکي وایي، چې دغه نښته د دواړو هېوادونو د پوله ساتونکو ځواکونو د ناسم پوهاوي له امه شوې ده. 

خو په نیمروز کې ځينې سرچینې وایي، چې د دوشنبې ورځې په مازدیکر کله چې یو کروندګر د کمال خان په یوه کانال کې پر کار بوخت و، د ایراني پوله ساتونکو له برید سره مخ شو.

د دغو سرچینو په وینا ایراني پوله ساتونکي د نیمروز د ګنګ ولسوالۍ په سیخ سر سیمه کې د افغانستان خاورې ته راننوتي وو خو افغان پوله ساتونکو یې مخه ونیوله.

کروندګر حسین خپلواک وايي:«د اسلامي امارت او ګاونډي هېواد ایران ترمنځ جګړه د دوشنبې په ورځ په کنګ ولسوالۍ کې رامنځته شوه.»

که څه هم د نیمروز ځایي چارواکي د دغې نښتې د مرګ ژوبلې په تړاو څه نه وایي؛ خو ځایي اوسېدونکي وایي چې په نښته کې دوه ایراني سرتېري وژل شوي او د هغوی پوځي موټرونه هم د پېښې په ځای کې پاتې دي.

د نیمروز اوسېدونکي رحمت الله وویل:«سرحدي ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي او ټولې هغه ستونزې چې شتون لري باید د مذاکرې له لارې پای ته ورسېږي.»

ایراني چارواکو تر اوسه د دې نښتې او په کې د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.
 
په نیمروز کې د مدني ټولنې فعال عبدالحمید وطندوست څرګندوي:«په دې وروستیو کې د ایران او افغانستان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي چې دا ډول نښتې د دواړو هېوادونو او د ایران او د افغانستان د ملتونو په زیان دي.»

څه باندې درې میاشتې وړاندې هم د افغان سرحدي ځواکونو او ایراني پوله ساتونکو ترمنځ نښته وشوه چې دواړو لورو په کې سپکې او درنې وسلې وکارولې. هغه مهال د دواړو هېوادونو چارواکو وویل چې نښته د ناسم پوهاوي له امله شوې وه او ستونزه له خبرو وروسته حل شوه.

په نیمروز کې ځينې سرچینې وایي، چې د دوشنبې ورځې په مازدیکر کله چې یو کروندګر د کمال خان په یوه کانال کې پر کار بوخت و، د ایراني پوله ساتونکو له برید سره مخ شو.

Thumbnail

د سیمې اوسېدونکي د دغې خبر له پخلي سره وايي چې د دوشنبې په ورځ افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونو یو ځل بیا د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې سره ښکېل شوي دي.

د نیمروز ځایي چارواکي وایي، چې دغه نښته د دواړو هېوادونو د پوله ساتونکو ځواکونو د ناسم پوهاوي له امه شوې ده. 

خو په نیمروز کې ځينې سرچینې وایي، چې د دوشنبې ورځې په مازدیکر کله چې یو کروندګر د کمال خان په یوه کانال کې پر کار بوخت و، د ایراني پوله ساتونکو له برید سره مخ شو.

د دغو سرچینو په وینا ایراني پوله ساتونکي د نیمروز د ګنګ ولسوالۍ په سیخ سر سیمه کې د افغانستان خاورې ته راننوتي وو خو افغان پوله ساتونکو یې مخه ونیوله.

کروندګر حسین خپلواک وايي:«د اسلامي امارت او ګاونډي هېواد ایران ترمنځ جګړه د دوشنبې په ورځ په کنګ ولسوالۍ کې رامنځته شوه.»

که څه هم د نیمروز ځایي چارواکي د دغې نښتې د مرګ ژوبلې په تړاو څه نه وایي؛ خو ځایي اوسېدونکي وایي چې په نښته کې دوه ایراني سرتېري وژل شوي او د هغوی پوځي موټرونه هم د پېښې په ځای کې پاتې دي.

د نیمروز اوسېدونکي رحمت الله وویل:«سرحدي ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي او ټولې هغه ستونزې چې شتون لري باید د مذاکرې له لارې پای ته ورسېږي.»

ایراني چارواکو تر اوسه د دې نښتې او په کې د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.
 
په نیمروز کې د مدني ټولنې فعال عبدالحمید وطندوست څرګندوي:«په دې وروستیو کې د ایران او افغانستان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي چې دا ډول نښتې د دواړو هېوادونو او د ایران او د افغانستان د ملتونو په زیان دي.»

څه باندې درې میاشتې وړاندې هم د افغان سرحدي ځواکونو او ایراني پوله ساتونکو ترمنځ نښته وشوه چې دواړو لورو په کې سپکې او درنې وسلې وکارولې. هغه مهال د دواړو هېوادونو چارواکو وویل چې نښته د ناسم پوهاوي له امله شوې وه او ستونزه له خبرو وروسته حل شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه