Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین دافغانستان په هکله د سیمې هېوادونو د درېیمې غونډې کوربتوب کوي

ټاکل شوې ده چې چین د دغې زیږدیزې میاشتې په پای کې د افغانستان په هکله د سیمې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د درېیمې غونډې کوربتوب وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي تېره ورځ په افغانستان کې د چین له سفیر وانګ یو سره، د دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي او اقتصادي مسایلو، او د دغې غونډې د ترسراوي په هکله خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په یو لړ ټویټونو کې ویلي دي چې دغه غونډه به د روانې زیږدیزې میاشتې په پای کې په چین کې ترسره شي او ښاغلی متقي به په دغې غونډه کې ګډون وکړي.

ښاغلي احمد په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:«په دغې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو اړیکو، پر سیاسي او اقتصادي مسایلو او همدارنګه په چین کې د سیمې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې او په هغه بحث کې د ګډون لپاره خبرې شوې دي. ښاغلي متقي وویل چې په یادې شوې غونډه کې به ګډون وکړي.»

له دې مخکې د چین د بهرنیو چارو وزیر هم د دغې غونډې د کوربتوب لپاره چمتووالی ښودلی و. نوموړي د دوشنبې په ورځ وویل چې چین غواړي په افغانستان کې سولې او پایدارې ټيکاو سره مرستې وکړي.

چين په داسې حال کې د افغانستان په هکله د سیمه ییزو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د درېیمې غونډې کوربتوب کوي چې د هغه لومړنۍ غونډه د تېر کال په سپټمبر کې په پاکستان کې جوړه شوه. په دغې غونډه کې د افغانستان شپږو ګاونډیو هېوادونو د چین، ایران، پاکستان، ازبیکستان، تاجیکستان، او ترکمنستان په شمول ګډون کړی وو.

د دغو غونډو دویم پړاو یې د تېر کال په اوکټوبر میاشتو کې په تهران کې جوړه شوه چې د دغو شپږو هېوادونو په ګډون روسیې هم په کې ګډون کړی و. په دغې غونډه کې ګډونوالو د یوې ګډې بیانیې په صادرولو سره په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتونکي شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه