Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د داعش پخوانی قومندان: د داعش جنګیالیو شمېر کم شوی

په افغانستان کې د داعش ډلې یو له بنسټ اېښودونکو عبدالرحیم مسلم دوست چې په دې وروستیو کې له اسلامي امارت سره یوځای شوی دی، له طلوع نیوز سره په یوې مرکه کې وايي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د جنګیالیو په شمېر کې کمښت راغلی دی.

ښاغلی مسلم دوست وايي چې له هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، په هېواد کې د جګړې د دوام لپاره هېڅ دلیل نشته، او له همدې امله له اسلامي امارت سره یوځای شوی دی.

په افغانستان کې د داعش یو بنسټ اېښودونکی او د دغې ډلې پخوانی قومندان عبدالرحمان مسلم دوست وايي، دمګړۍ په هېواد کې د دغې ډلې جنګیالي محدود شوي دي.

هغه زیاتوي:«دا خبرونه چې په رسنیو کې خپرېږي، هغوی ته سیمه ییز استخبارات پيسې ورکوي. دومره کسان نه دي پاتې، اوس ډېر کم شوي دي.»

هغه له اسلامي امارت سره د یو ځای کېدو اصلي لامل د داعش له تګلارې سره خپل اختلافات ګڼي.

ښاغلي مسلم دوست وویل:«نظم یې قبول نه درلود. ما هغوی له نامشروع کارونو منع کول؛ خو نه یې منله. موږ خلکو ته د اسلام یو ډېر ښه انځور وړاندې کاوه، خو هغوی ونه مانه.»

له بل لوري د ننګرهار استخباراتو رییس له اسلامي امارت سره د مسلم دوست له یو ځای کېدو د هرکلي ترڅنګ د حکومت له نورو وسله والو مخالفینو غواړي چې، له عمومي بښنې استفاده وکړي او خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

د ننګرهار د استخباراتو رییس داکتر بشیر څرګندوي:«د حضرت محمد (ص) حدیث شریف یې ولوست او وې ویل که چېرې زه په داعش کې پاتې شوی وای، له اسلامه منحرف کېدم. الحمدالله خپلې خبرې یې ثابتې کړې.»

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته داعش ډلې د ځینو بریدونو مسوولیت منلی؛ خو اسلامي امارت وايي چې، داعش نور په افغانستان کې ګواښ نه ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه