Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د افغانستان پیسې به مرستندویه بنسټونو ته ورنه کړل شي'

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان مقت او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ او ورسره مله پلاویو یې تېره ورځ د ترکیې په انتالیا کې له یو بل سره ولیدل او د افغانستان د سیاسي او اقتصادي وضعیت په هکله یې سره خبرې وکړې.

د بهرنیو چاو وزارت وايي چې په دغې لیدنه کې دواړو لوریو هوکړه کړې ده چې د افغانستان درې نیم مېلیارد ډالره پیسې چې د امریکا د محکمې له دعوا ازادې شوې دي، مرستندویه بنسټونو ته به ورنه کړل شي.

د بهرنیو چارو وزارت په یو لړ ټویټونو کې ویلي دي چې ښاغلي متقي له امریکا غوښتي چې پاتې درې نیم مېلیارد ډالر نورې پیسې هم ازادې کړي او د افغنستان مرکزي بانک ته یې وسپاري.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي:«دواړو لوریو هوکړه کړې ده چې د افغانستان مرکزي بانک ۳.۵ مېلیارد ډالره چې د امریکا د محکمې له دعوا ازادې شوې دي، په هېڅ ډول د مرستې په توګه خیریه موسساتو ته ورنه کړل شي.»

د بهرنیو چارو وزارت په ویا، متقي ویلي دي چې د افغانستان په پیسو کې هر ډول تصرف به د اسلامي امارت او امریکا په اړیکو منفي اغېزه وکړي.

بلخوا ښاغلي وېسټ هم په یو لړ ټویټونو کې ویلي دي چې د دواړو لوریو پلاویو له لاسته راوړنو ډکې خبرې اترې لرلې دي او همدارنګه د افغانستان د اقتصادي ودې، ښوونې او د هوايي سوداګریز سفر په هکله موږ خبرې کړې دي.

وېسټ زیاته کړه چې امریکا او متحدان یې له اسلامي امارت سره د تعامل پر دوام هم نظره دي. هغه په افغانستان کې د پوهنتونونو له بیاپرانیستو له هرکلي سره زیاته کړه چې تراوسه د بشري حقونو او پراخ بنسټه حکومت په برخه کې ډېر کارونه پاتې دي.

وېسټ وویل:«د بشري حقونو، د لاسته راوړونو د خوندیتوب او په حکومتوالۍ کې د افغانستان د ټولنې د تنوع لیدلو په برخه کې ډېر کارونه پاتې دي.»

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دواړو لوریو هوکړه کړې ده چې په راتلوونکو کې دا ډول ناستې به ولري.

د افغانستان د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته، امریکا د افغانستان د مرکزي بانک څه باندې ۹ مېلیارد ډالره پیسې کنګل کړې. په تېره زیږدیزه میاشت کې، جوبایډن یو اجرايي فرمان لاسلیک کړې چې د هغه پر بنسټ له کنګل شویو پیسو څخه درې نیم مېلیارد ډالره یې د سپټمبر د بریدونو د قربانیانو له حقوقي دعوا ازادې شوې او درې نیم مېلیارد نور یې لاهم کنګل پاتې دي او د محکمې له حکم پوورته د هغې په هکله به پرېکړه وشي. 
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه