Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: د اوو واکسیناټورانو د قتل په تړاو څلور تنه نیول شوي

د کندوز د استخباراتو رییس په دغه ولایت کې د اوو واکسیناتورانو او د اسلامي امارت د دوو سرتېرو د وژل کېدو په تړاو د څلورو تنو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د دغه ولایت د امنیتي مسوولانو په وینا، دغه کسان د جلاجلا عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي دي.

مولوي نجیب الله هارون د کندوز د استخباراتو رییس وویل:«د دې په تړاو موږ یه څلور کسیزه ډله نیولې ده چې د دوه تنه د اسلامي امارت ځواکونه او اوه تنه واکسیناټوران یې شهیدان کړي وو، چې د هغوی په منځ کې څلور تنه ښځې او دوه تنه نرینه شامل وو، مجرمینو په خپل جرم اعتراف کړی دی.»
         
نیول شویو کسانو د اوو اواکسیناتورانو او د اسلامي امارت د دوو سرتېرو پر وژلو اعتراف کړی دی.

نیول شوي کس عبدالقدیر وویل:«زه یې کندوز ته استولی وم چې ولاړ شه هلته مجاهدین او واکسیناټوران ووژنه.»
                  
بل نیول شوی کس سمیع الله هم وايي:«د انګورباغ په سیمه کې د مسافر د قتل په قضیه کې څلور تنه وو، په خپل جرم اعتراف کوو.»
 
څه باندې دوه اونۍ وړاندې د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې اوه واکسېناتوران ووژل شول.

بل خوا د وژل شویو کسانو کورنۍ چې د کندوز د استخباراتو ریاست ته راغلي دي، له مسوولانو غواړي، چې مجرمانو ته سزا ورکړي.
                  
د دوو وژل شویو واکسیناتورانو پلار علي محمد څرګندوي:«له اسلامي امارته غواړو چې دوی د خپلو کړو پر سزا ورسوي او اعدام یې کړي.»
                           
د وژل شوي واکسناتور پلار محمد صابر هم وايي:«زموږ غوښتنه دا ده چې دغه کسان اعدام شي او په خپله سزا ورسېږي چې بیا څوک په دغې سیمه کې داسې کار ونه کړي.»
                           
د وژل شوي واکسیناتور ورور محمد صابر هم وویل:«دغو کسانو کله چې د واکسین پروسه پيل شوه په رضاکارانه توګه یې کار کاوه او وروسته موږ ته زنګ راغی چې ناپېژانده کسانو هغوی په شهادت رسولي دي.»

دا په داسې حال کې ده،چې تر دې وړاندې په دغو پېښو کې د وژل شویو کسانو کورنیو له امنیتي چارواکو غوښتي وو،چې قاتلان ونیسي او مجازات یې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه