Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد د هوايي ډګرونو د تخنیکي برخو د سپارلو په هکله د خبرو دوام

سرپرست حکومت وايي چې تراوسه د هېواد د هوايي ډګرونو د تخنیکي برخو د سپارلو په هکله له هېڅ هېواد سره خبرې پایلې ته نه دي رسېدلي.

تر دې وړاندې د ترکیې ډ‌يلي صباح ورځپاڼې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست خیرالله خیرخوا له خولې ادعا کړې وه، چې د کابل د هوایي ډګر د تخنیکي چارو د سپارلو په برخه کې قطر او ترکیه د اسلامي امارت لپاره لومړی انتخاب دی او دغه دواړه هېوادونه د کابل د هوایي ډګر د تخنیکي چارو د ورسپارل کېدو په برخه کې له افغان حکومت سره یوې هوکړې ته د نږدې کېدو په حال کې دي.

د اسلامي امارت ویاند وایي، چې تر اوسه له هېڅ هېواد سره د هوایي ډګرونو د تخنیکي چارو د ورسپارلو په تړاو پایلې ته نه دي رسېدلي او په دې برخه کې دوی ته د افغانستان ګټې لومړيتوب لري.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«پر دې بحث کېږي تراوسه کومې پایلې ته نه یوو رسېدلي، بېلابېلو هېوادونو غوښته کړې ده، چې دا کار په غاړه واخلي، خو موږ به کار وکړو چې په هغه کې د افغانستان ګټه وي.»

د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي،چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د هېواد د هوایي ډګرونو د تخنیکي برخې د مسوولیت اخېستو د تړون په تړاو خبرې کړې دي.
         
 د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل وايي:«داسې ژمنه وشوه چې د قطر په ګډون دواړه هېوادونه له یوې تخینکي بحث لارې پر پاتې موضوعګانو بحث وکړي او هغې ته د رسېدو لپاره به هڅه وشي.»

بل خوا رویټرزخبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي که چېري د دوی امنیتي غوښتنې پوره شي، ترکیه او قطر چمتو دي، چې د کابل د هوایي ډګر د تخنیکي برخې مسوولیت پرغاړه واخلي.
           
د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود څرګندوي:«د هوايي ډګرونو مدیریت د هوايي چلن د نړۍوال سازمان د نړیوالو معیارونو پر بنسټ دي. چې باید سم مدیریت وشي او دا په حقیقت کې قطر او ترکیه چې ډېره تجربه لري کولای شي دا ډول کارونه ترسره کړي.»

ترکیه له قطرسره یوځای د افغانستان د هوایي ډګرونو د تخنیکي برخې د مسوولیت اخیستو په تړاو د عربي متحده اماراتو له یوه شرکت سره سیالي لري او تمه کېږي، چې د کابل، مزارشریف، هرات، کندهار او خوست د هوایي ډګرونو  مسوولیت د دغو شرکتونو له منځه یوه هغه ته وسپارل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه