Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د پاسپورټ د وېش بهیر بیا پیل

د پاسپورټ عمومي ریاست وايي چې سر له سبا به په کابل کې د پاسپورټ د وېش بهیر له سره پیل شي او په ورځ کې به ۳۰۰ مقتاضیانو ته د پاسپورټ انلاین فورونه ووېشل شي.
                      
د پاسپورټ د عمومي ریاست د مطبوعاتو آمر شفیع الله تسل وايي:«هغه بهیر چې مخکې په کابل کې روان و دا ډول و چې موږ عاجلو ناروغانو ته او ۳۰۰ متقاضیانو ته چې په انلاین ډول یې نوم لیکنه کوله پاسپورټ ورکاوه چې دا بهیر بیا پيلېږي.»

د رپوټونو له مخې، د پاسپورټ عمومي ریاست په ولایتونو کې د پاسپورټ ټولوآمریتونو ته لارښوونه کړې ده،چې تر بلې خبرتیا پورې د پاسپورټونو د وېش بهیر ودروي.

 د پاسپورټ دعمومی ریاست ویاند په کابل او ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر د درېدو لامل د پاسپورټ د اخېستو لپاره د خلکو پر مخکنیو غوښتنلیکونو غور ګڼي.
                      
ښاغلی تسل زیاتوي:«په ولایتونو کې موږ د پاسپورټ د وېش بهیر درولی دی، دا کار د درې ستونزو له امله دی، لومړی دا چې تاسې پوهېږئ چې مالي کال د پای ته رسېدو په حال کې دی او د حسابونو د تصفیې لپاره دغه بهیر په ولایتونو کې دیوې مودې لپاره به بند وي. دویم دا چې له ولایتونو ډېر اسناد راغونډ شوي دي چې باید هغه تصفیه شي...»

ښاغلی تسل دغه راز وایي، چې سبا به په کابل کې د پاسپورټونو د وېش بهیر بېرته پېل شي،چې په دغه بهیر کې به هره ورځ درې سوه کسانو ته د پاسپورټونو آنلاین فورمې ورکول کیږي.
 
بل خوا یو شمېر خلک چې پاسپورټ ته اړتیا لري، د پاسپورټ له عمومي ریاست نه غواړي چې د پاسپورټ اخېستو د بهیر ستونزې حل کړي.
                           
د پاسپورټ غوښتونکی محمدتقی وايي:«د خلکو ستونزو ته باید رسېده ګي وکړي، که چېرې د ورځې پنځه زره نه شي وېشلای، لږ تر لږه پنځه سوه داندې دې ووېشي، دا درې سوه دانې واقعاً د یوه ولایت لپاره کافي نه دي.»

له دې ټولو سره سره، د پاسپورټ عمومي ریاست هغه رپوټونه ردوي چې ګواکې په پلازمېنه او ولایتونو پاسپورټونه کم دي او ډاډ ورکوي، چې په هېواد کې د پاسپورټونو له کموالي سره مخ نه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه