Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تلاشۍ بهیرکې د دوو کورنیو د پنځو غړو او دوو مېلمنو د نیولو ادعا

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې یوه کورنۍ ادعا کوي چې، د کورنۍ څلور غړي او دوه مېلمانه یې ۱۱ ورځې مخکې د کور د تلاشۍ پر مهال د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

د دغې کورنۍ غړي وايي د دې سربېره چې له هېڅ ډلې سره تړاو نه لري، خو د اسلامي امارت ځواکونو د دوی د کورونو له تلاشۍ وروسته هغوی له ځان سره بیولي دي.

د دغو نیول شویو کسانو مور بي بي امنه، له څو ورځو راهیسې د خپلو زامنو د ناروښانه برخلیک له امله اوښکې تویوي. او زیاتوي:«همدا اوس اوړه نه لرو چې ډوډۍ ترې پخه کړو. ما ته وايي چې موږ ته وسله راوړئ، زه ټوپک څه کړم او له کومه یې کړم. زه هېڅ هم نه لرم.»

د نیول شویو کسانو ورور داوود شاه هم څرګندوي:«ټول یې ماشومان لري. ماشومان یې ژاړي، زه پاتې یم له خپل سپن ږیري پلار سره، کوم سر ونیسم.»

د دغې کورنۍ یوه بله مور هم ادعا کوي چې، یو زوی یې له خپلو تره زامنو سره یو ځای د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري نیول شوي او لاتر اوسه یې د برخلیک په تړاو معلومات نه لري.

د ذبیح الله مور خانم ګل هم وايي:«بې ګناه یې نیولي. نن لس ورځې کېږي چې په ولسوالۍ کې دي. هر چېرته چې ځوو زموږ غږ څوک نه اوري.»

په دې اړه مو له امنیتي بنسټونو د وضاحت غوښتنه وکړه؛ خو د دغه رپوټ تر جوړوېد مو څه ځواب ترلاسه نه کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه