Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورني بې ځایه شوي له مرستندویه بنسټونو او حکومته مرسته غواړي

د ننه په هېواد کې بې ځایه شوې کورنۍ له حکومتي او نړۍوالو مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.
 
یو شمېر دغه بې ځایه شوي کورنۍ د پلازمېنې په دې سیمه کې په خیمو او کنډواله کورونو کې د ژوندانه په ډېرو لږو امکاناتو سره ژوند کوي.

پنځه اویا کلن عبدالرقیب چې له اصله د لغمان اوسېدونکی دی، وایي، په هېواد کې وروستیو جګړو له خپلې کورنۍ سره بې ځایه کړی دی.
 
هغه وايي:«موږ دلته بې ځایه شوي یوو، هرې خوا ته چې ځوو موږ بېرته دلته رالېږي ولې؟»

دغه بې ځایه شوي وایي، چې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او له حکومت او مرستندویو بنسټونو غواړي چې د دوی مرسته ته راودانګي.
 
بل بې ځایه شوی اصف خان هم څرګندوي:«اوس جګړه پای ته رسېدلې ده او زموږ سیمه ویجاړه شوې ده، که چېرې موږ هلته ولاړ شو څه وکړو دلته مو ځان ته یوه سرپناه جوړه کړې ده.» 
 
بې ځایه شوې ماشومه صبره وايي:«زموږ ژوند خراب دی، دلته سم ځای نه دی، زموږ کورونه تاوده نه دي، موږ ناروغ یوو.»

بل خوا د کډوالۍ سازمان په یوه رپوټ کې ویلي دي،چې اوسمهال افغانستان پنځه میلیون و اته سوه زره کورني بې ځایه شوي لري.

د کډوالۍ سازمان په رپوټ کې راغلي دي:«له ۲۰۱۲تر ۲۰۲۱کاله ٥٨٣٢٤٥٤ تنه افغانان بې ځایه شوي دي، چې له دې منځه په ۲۰۲۱ کال کې ۱۳۲۷۴۷۴ تنه افغانان د جګړې او طبیعي پېښو له امله بې ځایه شوي دي. ۸۴۹۵۳۶۵ تنه افغانان خپلو سیمو ته ستانه شوي دي. 
۴۵۱۹۵۲۲ تنه افغانانو په نورو هېوادونو کې پناه اخیستې ده.»

د رپوټونونو له مخې، په روان زیږدیز کال کې افغانستان تر ټولو ډېر بې ځایه شوي لرل، خو د کډوالو چارو وزارت ویلي دي، چې په وروستیو میاشتي کې ګڼ بې ځایه شوي بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه