Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: د افغانستان له ډېریو سفارتونو سره اړیکې لرو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې کابل د افغانستان له ډېریو سفارتونو سره اړیکه لري. 

امیر خان متقي په ترکیه کې د افغانستان له سفارته د لیدو پرمهال وايي چې اسلامي امارت د هېواد د ځينو سفارتونو د ډپيلوماټانو او کارکوونکو معاش هم ورکړی دی.

د اسلامي امارت دغه چارواکی ټينګار کوي چې دم ګړۍ د کابل او د هېواد د ځينو سفارتونو اړیکو ښه والی موندلی دی.

له پاکستان وروسته ترکیه دویم هېواد دی چې، امیرخان متقي په کې د افغانستان له سفارته لیدنه کوي.

خو په ترکیه کې بیا ښاغلی متقي د تېر حکومت د بیرغ او سفیر تر څنګ د دغه سفارت کارکوونکو ته وینا کوي. نوموړی په دې وینا کې له هېواده بهر له یو شمېر سفارت خونو سره د کابل د اړیکو په تړاو څرګندونې کوي.

نوموړي وویل:«ډېریو سفارتونو له موږ سره اړیکې نیولې دي، ډېریو ته یې معاشونه رسېدلي دي، ډېری پخواني ډپيلوماټان اوس یې اعتماد ترلاسه کړی، دا لړۍ دوام لري او سوکه سوکه ټولې ستونزې به حل شي.»

نوموړی وايي، له نړۍوالو سره د اوسني حکومت د ډيپلوماسۍ په پایله کې پر افغانستان له لګول شویو بندیزونو یوه برخه یې لېرې شوي دي.

پخوانی ډپيلوماټ عزیز معارج په دې هکله څرګندوي:«که چېرې هغوی د دوحې هوکړه لیک عملي نه کړي او دننه یو معیاري حکومت جوړ نه کړي، نړۍواله ټولنه به هغوی په رسمیت ونه پېژني.»

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي امارت له مخالفو سیاستوالو هم غواړي چې نور له مخالفته لاس واخلي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وویل:«هغه کسان چې اوس خفه دي، ګله لري او تبلیغات کوي، ورته وایوو چې بس ده. افغانستان نور د مختلفو نظریاتو وس نه لري چې پرې تحمیل شي.»

له بل لوري د چارو اداره وايي، د سرپرست حکومت کابینې د چهار شنبې په ورځ هېواد ته د افغان سیاستوالو د بېرته ستنېدو لپاره د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر مولوي شهاب الدین دلاور په مشرۍ یو ځانګړی کمېسیون هم جوړ کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه