Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د بشري مرستو په وېش کې پر نه همغږۍ نیوکې

د بشري مرستو په وېش کې ناهمغږۍ د ځینو دولتي ادارو او یو شمېر اقتصادي کارپوهانو اندېښنه راپارولې ده.

د احصایې او معلوماتو اداره وایي، چې دغه اداره د بې وزلۍ، خوراکي مصوونیت او وزګارتیا په تړاو رسمي شمېرې او ارقام لري؛ خو تر اوسه هېڅ مرستندویې ادارې له دغو شمېرو استفاده نه ده کړې.

       د احصایې او ملي ادارې معین حسیب الله موحد وویل:«هېڅ بنسټ له موږ څخه د شمېرو غوښتنه نه ده کړې او ټول کارونه چې شوي دي په خپل سر او له دې پرته چې رسمي شمېرې استفاده کړي یا همغږي وکړي، کړي دي.»

د اقتصاد وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ۴۵ مرستندویو بنسټونو، پر درې مېلیون کسانو بشري مرستې وېشلي دي.

خو اقتصاد وزارت وایي، چې دغه بنسټونه د ملګرو ملتونو له ادارو جلا دي او که ټولې مرستې په همغږۍ سره ووېشل شي، د څارنې بهیر به یې اسانه شي.

    د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب څرګندوي:«زموږ ټینګار تر ډېره په دې دی چې مرستې دې له دولتي ادارو سره په همغږۍ وشي چې د پروژو لګښتونه کم شي او اصلي اړمنو ته ورسېږي.»

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باوردي، چې د بشري مرستو په وېش کې نه همغږي به د بې وزلۍ د کچې د نه راکمېدو لامل شي.

    د اقتصادي چارو شنونکي میرشکیب وویل:«د مرستو په وېش کې نه همغږي به د دې لامل شي چې د دغو مرستو لګښت لوړ وي او د هغې اغېزمنتیا ټیټه شي او مرستې اړمنو ته ونه رسېږي او د بې وزلۍ کچه کمه نه شي.»

د مالیې وزارت اوس اوس د بشري مرستو په برخه کې د همغږۍ او څارنې لپاره یوه کمېټه جوړه کړې ده،څو دغه مرستې پر ریښتینو اړمنو ووېشل شي. خو تر اوسه هېڅ دولتي اداره د بشردوستانه مرستو د اندازې په تړاو ريښتینې ارقام او شمېرې نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه