د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش په افغانستان کې له یوې اوونۍ په کمې موده کې د ښوونځیو له بیاپرانیستو هرکلی کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکي په یو لړ ټویټونو کې ویلي دي هغه څه چې په دې تړاو ویل شوي باید عملي شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټرېش وویل:«زه د مارچ په ۲۲مه د نجونو او هلکانو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره د طالبانو له اعلان شوي پلانه هرکلی کوم او اوس باید دغه پلان تایید اوعملي شي. د نجونو او هلکانو پر مخ ټولې دروازې باید پرانیستل شي، څو خپلو بالقوه وړتیاوو ته ورسېږي.»
اسلامي امارت اعلان کړی دی، چې په هېواد کې به د نجونو او هلکانو ټول ښوونځي د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري پر درېیمه پرانېستل شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر په جلال آباد کې له ښوونځیو نه د خپلې کتنې پرمهال د ښوونځيو، روغتیا او پاکو اوبو ته د لاسي په برخو کې د خدمتونو پر وړاندې کېدو خوښي څرګندوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنر فلیپو ګراندي وايي:«ټولو افغانانو ته د مهمو خدمتونو د وړاندې کېدو اهمیت لکه روغتیايي مرکزونه، ښوونځي او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه یوازې په کابل بلکې په ننګرها کې هیله منوونکي دي او په دې تړاو باید چارواکي واقعي پرېکړې وکړي، چې د نجونو او هلکانو پرمخ د ښوونځیو په پرانیستلو سره دا ثابتولی شي.»
هغه زده کوونکې چې له څه باندې یو کال راهیسې ښوونځي ته تګ په هیله وې، له مسوولانو غواړي، چې د هېواد د پوهنې د ملاتړ لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي.
زده کوونکې نازیه وايي:«علم نه یوازې پر نرانو فرض دی بلکې پر ښځه او نر فرض دی او د پرمختګ یوه برخه کېدای شي چې ښځې یې هم مخته یوسي.»
په وروستیو کلونو کې د هېواد په ډیری سیمو کې د سیاسي بدلونونو اوکرونا وېروس له امله ډېره موده ښوونځي تړلې وو.