Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۱۴۰۰ لمریز کال د افغانستان لپاره له پېښو ډګ کال

په دغه کال کې بهرني ځواکونو له دوو لسیزو وروسته افغانستان پرېښود، د افغانستان د سولې بهیر له ماتې سره مخ شو، جمهوریت نظام له ټولو تجهیزاتو سره وپاشل شو او اسلامي امارت بیا ځلې واکمن شو.

همدارنګه مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۴۰۰ کال په لومړۍ ورځ سولې ته د رسېدو په موخه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یو نیالګی کېناوه؛ خو د دغه نیالګي له رسېدو مخکې محمد اشرف غني ارګ پرېښود.

د روان کال د چنګاښ پر یولسمه د بګرام له نظامي هډې د امریکايي ځواکونو په وتو سره د سولې خبرې هم چټکې شوې.

له واکه د محمد اشرف غني له ګوښه کېدو سره په افغانستان کې د ګډ حکومت جوړېدل هغه طرحه وه چې، زلمي خلیلزاد به په کابل کې له حکومتي چارواکو او نورو سیاستوالو او همداراز د سیمې له هېوادونو سره څارله؛ خو دغه طرحه د اشرف غني له تُوند غبرګون سره مخ شوه.

د سولې په تړاو د ملي روغې جوړې د عالي شورا د رهبرۍ کمېټې هڅو هم کومه پایله ورنه کړه.

په هغه وخت یو شمېر سیاستوالو له واکه د اشرف غني لاس پر سر کېدل د ناورین یوه حل لار ګڼله؛ خو دغه غوښتنه هم د ارګ له کلک غبرګون سره مخ شوه. 

د محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، د زمري پر ۲۴مه د کابل د سقوط په ورځ ټاکل شوې وه چې د ده په ګډون د جمهوریت یو پلاوی دوحې ته په دې موخه ولاړ شي؛ څو په سوله ییز ډول د واک لېږد ته زمینه برابره کړي.
 
خو د جګړې په سختېدو او د اسلامي امارت له لوري په پرلپسې توګه د ولایتونو له نیول کېدو سره سم، کابل هم د زمري میاشتې پر ۲۴مه د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري ونیول شو او ورسره هم مهاله محمد اشرف غني له خپلو نږدې کسانو سره یو ځای کابل پرېښود، په دې چارې سره د افغانستان د سولې د بریا لپاره تېرې ۱۳ کلنې هڅې له خاورو سره خاورې شوې.

د تېر حکومت له رانسکورېدو سره سم، زرګونه هېوادوال د کابل هوايي ډګر پر لوري ورمات شول؛ څو له هېواده پېښې سپکې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«د شپې په ۱۲ بجو هغوی خپله وروستۍ الوتنه له همدغه هوايي ډګره وکړه او ولاړل.»

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم، د پاکستان د آی اس آی مشر لومړنی بهرنی چارواکی وو چې، کابل ته راغی.

کرار کرار دولتي بنسټونه بیا ځلي فعال شول او د وږي پر شپاړسمه اسلامي امارت خپله سرپرسته کابینه هم اعلان کړه.

خو اوس چې، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو شاوخوا ۷ میاشتې تېرې شوي؛ لا هم دغه حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او په افغانستان کې لا هم ګڼې ننګونې پر خپل ځای دي.

بالاخره د ۱۴۰۰ کال د وږي پر نهمه ټول بهرني ځواکونه په افغانستان کې له دوو لسیزو حضور وروسته له دغه هېواده ووتل او د کابل په هوايي ډګر کې ګڼه ګوڼه او ګډوډي هم پایته ورسېده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه