Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د ۱۴۰۱ کال نوروز په رسمي توګه نه لمانځي

د ۱۴۰۱ لمریز کال نوروز، د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له لوري په رسمي توګه نه لمانځل کېږي.

د کابل ځينې اوسېدونکي له دغې پرېکړې ناراضي دي او د تېرو کلونو په څېر د دغه جشن د لمانځلو غوښتوونکي دي. ورته مهال کابل کې د نوروز جشن د لمانځلو لپاره د تابیاوو څه څرک هم نه لګېږي.

دلته په کارته سخي سیمه کې د نوروز جشن هرکال نه یوازې د سیمې د اوسېدونکو بلکې د دولتي چارواکو په ګډون ترسره کېده.
 
دوی چې د نوي کال په مناسبت دلته راغلي دي، له تېرو کلونو سره د سږني کال د توپېرونو خبره کوي.

د کابل اوسېدونکی جمعه خان وايي:«پخوا دلته ډېره ګڼه ګوڼه به وه او ډېر خلک به راتلل پېر، او پلور به و؛ سماوار به و کباب او چپلي کباب به وو.»

د کابل بله اوسېدونکې نوریه هم څرګندوي:«ټول سره راغونډېدل او میله به یې کوله، خو سږ کال یو ډول دی چې فکر کوم اصلاً د نوي کال سهار نه دی.»

بلخوا د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر د نوي کال او د نوروز د لرغوني جنش په هکله مبارکي ویلې ده: «د نوروز دودیز جشن او د ۱۴۰۱ کال پيل رارسېدو په پار ټولو هېوادوالو ته مبارکي وایم. له ستر رب څخه غواړم چې نوی کال د افغانستان ټولو خلکو ته د سولې او تلپاتي ټیکاو زیری له ځان سره ولري. او د یووالي او اتفاق په رڼا کې ملي یووالي لا ټينګ شي.»

د سرپرست حکومت چارواکو ویلي دي، چې دغه ورځ به په رسمي توګه ونه لمانځل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«طبعاً هغه څه چې په اسلامي شریعت کې ورته ځای وي اسلامي امارت به له هغې ملاتړ وکړي. هغه څه چې اسلام هغه منع کوي زموږ هېوادوال هم باید هغه مراعات کړي.»

خو د کابل ځینې اوسېدونکي په دې تړاو د حکومت له پرېکړې ناخوښه دي.

د کابل اوسېدونکی شعبان رفعت وايي:«که چېرې حکومتي چارواکي واقعاً د دې تصمیم لري چې دغه جشن لغوه شي دغه کار دې نه کوي د دې لپاره چې د هېواد یو مهم فرهنګي پروګرام چې ملاتړي او ساتونکي یې موږ یوو له منځه وړي او زه فکر کوم چې دا له یوې فرهنګي مسلې سره په ټکر کې ده.»

خو په مزارشریف کې د نوي کال د رارسېدو په مناسبت د روضې په شاوخوا کې د پاک کارۍ چارې روانې دي.

نوروز د افغانستان په ګډون د دیارلسو آریایي هېوادونو جشن دی. د شاهنامې د روایت پربنسټ، د دغه جشن لرغونتیا د جمشېد واکنمۍ یعنې درې زره کاله وړاندې وخت ته ورګرځي او له هغه وخت راهیسې نوروز په دې تمدني حوزې په تېره بیا افغانستان کې لمانځل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه