د هېواد درې رنګه بیرغ په اړه د اسلامي امارت ستر رهبر ته منسوب فرمانونو او د ملي ټلوېزیون د خواله رسنیو د نښان تغیرولو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې بېلابېل غبرګونونه راپورته شوي.
په دې فرمانونو کې راغلي چې د ملي ټلوېزیون د ټولنیزو رسنیو له نښان دې درې رنګه بیرغ لرې او همداراز په ټولو رسمي ناستو کې دې د اسلامي امارت له بیرغه کار واخیستل شي.
په لومړي فرمان کې اسلامي امارت ته لارښوونه شوې چې له دې وروسته په دولتي بنسټونو او رسمي ناستو کې د اسلامي امارت سپین بیرغ وکارول شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د درې رنګه بیرغ په تړاو د فرمان حقیقت په اړه پلټنه کوي. هغه زیاته کړې: «په دې اړه زما معلومات دوام لري، څو معلومه کړم چې څه لیکل شوي یا راغلي.»
په بل فرمان کې بیا له دریو رنګونو یوه رنګ ته د ملي راډېو تلوېزیون د خواله رسنیو د نښان د اووښتو خبره شوې ده. ښاغلی کریمي د دې تغیراتو پخلی کړی او پهدې اړه زیاتوي: «یوه اداره حق لري چې یو څه په کوم ډول باندې نشر کړي یا تغیر ورکړي.»
له دې سره هممهاله د ملي راډېو ټلوېزيون د خواله رسنيو نښان هم یوه رنګ ته اړول شوی دی، خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د ملي مسایلو په اړه باید د خلکو نظرونه واخیستل شي.
د سیاسي چارو کارپوه میرویس اشفته وايي: «د سرپرست حکومت له حاکمانو هیله لرم چې د دې فرمان په اړه له سره غور وکړي، څو د تنظیمي او ګوندي ګټو پر ځای د ملي ګټو بحث ته لومړیتوب ورکړي.»
د پوهنتون استاد پروېز خلیلي وايي: «که طالبان غواړي خپل بیرغ د ملي بیرغ په توګه ومني، خلکو ته دې اجازه ورکړي چې په دې اړه خپل نظرونه شریک کړي.»
د الیاس په نوم د کابل ښار اوسېدونکی وايي: «که خلک غواړي له دې بیرغه په کورونو، موټرو او دفترونو کې کار واخلي، راځئ اجازه ورته ورکړو او ستونزه ورسره و نهلرو.»
د افغانستان له درې رنګه بیرغه چې سل کلنه مخینه لري، د تېر حکومت تر پرځېدو وروسته لا هم پر نړیوالو سټیجونو د افغانستان په استازیتوب کارول کېږي.
په دې اړه مو اندونه