ټاکل شوې روانه اوونۍ د سهشنبې او چهار شنبې په ورځو په اسلاماباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو وزیرانو شورا ۴۸مه ناسته تر سره شي.
د اسلامي همکاریو سازمان په وېبپاڼه کې ویلي، دا د دې سازمان دویمه ستره غونډه ده چې پهکې د افغانستان وضعیت په تړاو خبرې-اترې کېږي. له دې وړاندې د تېر زېږدیز کال په ډېسمبر میاشت کې هم د پاکستان په پلازمېنې اسلاماباد کې یوه غونډه تر سره شوه چې ګډونوالو پهکې د افغانستان اقتصادي، سیاسي او بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د اسلامي همکاریو سازمان ويلي، په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو، د اقتصادي ستونزو ډېرېدو او بشري وضعیت ناوړه کېدو سره دې سازمان په افغانستان کې بشري وضعیت ته د رسېدو په موخه هڅې کړې دي.
د اسلامي همکاریو سازمان زیاته کړې: «د اسلامي همکاریو سازمان رییس حسین ابراهیم طه په تکرار له افغانانو سره خپله خواخوږي اعلانوي. د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه ژمن دي چې د افغانستان سولې، امنیت، ثبات او پرمختګ لپاره مرسته وکړي.»
د افغانستان په اړه د تېر کال ناستې جوړولو وروسته د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی وټاکه، څو افغانستان ته د دې سازمان د بشرپاله مرستو رسولو په برخه کې همغږي وکړي. دې سازمان همداراز په کابل کې خپل دفتر هم پرانیستی دی.
د اسلامي همکاریو سازمان همداراز ویلي، د دې سازمان عمومي منشي د اسلامي فقې نړیوالې اکاډمي سره په اړیکه کې دی، څو د اسلام وتلیو پوهانو په مشرۍ افغانستان ته یو سفر وکړي او د تعادل، زدهکړو ته د برابر لاسرسي او مېرمنو د حقونو په اړه له افغانانو سره خبرې وکړي.
بلپلو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان عربنیوز ورځپاڼې ته په یوې مقاله کې لیکلي، له څلورو لسیزو وروسته اوس په افغانستان او سیمه کې د سولې راستنولو لپاره رښتینی فرصت رامنځته شوی. هغه همداراز له اسلامي هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت د ناوړه کېدو د مخنیوي لپاره په ګډه ګامونه پورته کړي.
هغه لیکلي: «موږ باید په افغانستان کې د انساني کړکېچ او د اقتصاد پاشل کېدو د مخنیوي لپاره په ګډه ګامونه پورته کړو.»
هغه همداراز د بشري حقونو په تېره د ښځو د حقونو د تامین په برخه کې له اسلامي امارت سره د اسلامي هېوادونو د فعالې ونډې غوښتنه کړې، څو کابل د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو ته وهڅېږي.