د ملي دفاع وزارت سرپرست د افغانستان او ایران ترمنځ پولې ته راغلی دی او د دواړو هېوادونو د ګډې پولې د امنیت پرساتلو ټینګار کوي.
دی وایي چې د هېواد په پولو کې امنیتي ګواښونه نشته او امنیتي ځواکونه د هېواد پر ټولو پولو ټینګه ولکه لري. دغه پوځي چارواکی خبرداری ورکوي، که چېرې څوک د اوسني حکومت پر وړاندې ودرېږي، نو سخت به وځپل شي.
د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد وايي:«زموږ ورونه دي، د دغه ملت برخه دي، دلته په ارامه ژوند وکړئ، که چېرې چا وغوښتل چې له زوره کار واخلي، موږ له خپل ځان سره د هغوی په وړاندې مقابله کوو.»
د ملي دفاع وزارت سرپرست له سیاستوالو غواړي، چې هېواد ته راستانه شي. هغه په حکومت کې قومي او ژبني تعصوبونو ته د لمن وهلو پر وړاندې پر مبارزې ټینګارکوي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه:«هېڅلکه دې توکمي او ژبني اختلافونه دې د تفرقې او کرکې لامل نه شي، بلکې موږ او تاسې ټول د اسلام تر بیرغ لاندې د افغان او ورور په توګه ژوند وکړو.»
د هرات اوسېدونکي هم له حکومته غواړي، چې په هېواد کې د قومي او ډلییزو اختلافونو مخه ونیسي.
د هرات اوسېدونکی بدالواسع وايي:«موږ هیله لرو چې له قومي، توکم او سیمې له تړاوه ځان لېرې کړو چې ملت شوو.»
د چارو د ځینو شنونکو په بارو، سرپرست حکومت باید ټولو سیاسي او قومي ډلو ته په نظام کې ونډه ورکړي، څو قومي او ډلییزو اختلافونو ته د لمن وهلو زمینه برابره نه شي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست دغه راز خبرداری ورکوي، که چېرې څوک له پوځي تجهیزاتو ناوړه ګټه پورته کړي،نو سزا به ورکړل شي.
په دې اړه مو اندونه