Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پوهنې وزارت: تر بلې خبرتیا به د نجونو لېسې تړلې وي

د پوهنې وزارت په نوي ښوونځي کال کې وايي چې تر راتلوونکې خبرتیا د نجونو لېسې به تړلې وي.

دا هغه زنګ دی چې، هر کال به د تعلیمي کال د پیلېدو په پار کړنګول کېده؛ خو سږکال د نورو کلونو پر خلاف دغه زنګ ونه کړنګول شو.

د ښوونځيو د پرانېستو مراسم د تېرو کلونو په څېر سږکال هم د کابل په اماني لېسه کې ترسره شول.

سره له دې چې، په دې مراسمو کې د اسلامي امارت چارواکو ګډون درلود؛ خو ښوونځیو ته له شپږ ټولګي پورته د نجونو د تګ په اړه څه ونه ویل.

د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او اداري مرستیال سعید احمد شهید خېل وايي:«ټول بشریت که عام دي او که خاص دي که چېرې هغوی حاکمې طبقې دي، او که محکوم دي، که چېرې رجال او نرینه دي، که چېرې د ښځینه او نجونو ټولګي دي، ټولو د علم ښېګڼه حسن، عظمت یې په وجدانن در کړي او مني یې.»       

د چارو ادارې د عمومي ریاست مرسیتال نورالحق، معاون څرګندوي:«د اسلام مبارک دین ډېرې کچې په ښوونې او روزنې پورې اړه لري، هر څوک چې ژوندي دي او ساه اخلي ورته تعلیم او تربیه اړین دي.»

له دې سره سم، د پوهنې وزارت مسوولین له ښوونکو او زده کوونکو غواړي چې، تر دې وروسته پر اسلامي معیارونو برابر یونیفورم واغوندي. 

    پوهنې وزارت د اړیکو او نشراتو رییس عزیز احمد ریان وايي:«د پوهنې وزارت یو ځل بیا زموږ ګران ملت ته ډاډ ورکوي چې په بشپړه توګه د ټولو هېوادوالو د ښوونې او روزنې د حقونو د تامین لپاره ژمن دی. د تعلیم د معیاري کولو او کمیت ته د پاملرنې د عام کولو لپاره د زده کوونکو شخصیت جوړونه هم جدي اهتمام دی.»

په تېرو حکومتونو په دغه ډول ورځو او مراسمو کې ګڼ چارواکي لیدل کېږي؛ خو سږکال د حکومتي چارواکو حضور هم کم وو.

له دې سره سم، د کابل په یوې بله څنډه کې، د کابل پوهنې ریاست هم د نوي تعلیمي کار د پیل په اړه ورته مراسم جوړ کړي دي. 

د کابل د پوهنې رییس عبدالحق حقاني څرګندوي:«موږ په ښوونې او روزنې پورې اړوند کسان یوو، استادان مکلف دي چې خپله پوه د شریعت په چوکاټ کې زده کوونکو ته ولېږدوي.»

په دې منځ کې هغه زده کوونکي چې، ښوونځیو ته یې د تګ زمینه برابره شوې، خوشحاله دي.

زده کوونکي علي سینا وویل:«له دولته هیله لرم چې زموږ ښوونکو ته رسېده ګي وکړي، د معاش او زده کړو له پلوه.»

سره له دې چې، په روان تعليمي کال کې د نجونو او هلکانو په ګډون له شپږم ټولګي ښکته ټول یې ښوونځیو ته ځي؛ خو د متوسطې او لیسو ښځینه زده کوونکو ته د تګ اجازه نه ورکړه له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د پوهنې وزارت مسوولین له ښوونکو او زده کوونکو غواړي چې، تر دې وروسته پر اسلامي معیارونو برابر یونیفورم واغوندي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه