Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د زده کوونکو تر ټولو ستره خواشیني، له۶ ټولګي پورته ټولګي تړلي دي

د ۱۴۰۱ ښوونیز کال په لومړۍ ورځ، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي لا هم د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

د پوهنې وزارت د اعلان پر بنسټ، ټاکل شوې وه نن (چهارشنبې، د وري په ۳مه) د سړو ولایتونو ټول ښوونځي د هلکانو او نجونو پر مخ پرانیستل شي، خو د لېسو نجونو ته اجاز ورنه کړل شوه چې خپلو ټولګیو ته ولاړې شي.

زده کوونکې وايي، له څو میاشتو راهیسې د ښوونځي پرانېستل کېدو ته په تمه وې؛ خو سره له دې چې، پوهنې وزارت د ښوونځیو له پرانېستلو خبر ورکړی وو لا هم دغه ښوونځي نه دي پرانېستل شوي.

زده کوونکې اورانوس طلوع نیوز ته وايي:«کله چې سهار ښوونځي ته راغلم ډېره خوشحاله وم، خو ومې لیدل چې زموږ د ښوونځي مرستیالې ژړل، حیرانه شوم چې ولې؟ هغه وخت پوه شوم چې ټولو زده کوونکو ژړل او ډېره ناهیلې شوم.»

یوه بله زده کوونکې چې صفیه نومېږي هم په ډېرې ناهیلۍ سره خپل کور ته ستنېږي. 

دا وايي، مور یې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د خلکو په کورونو کې کار کوي؛ څو دا وکولی شي په ښوونځي کې خپلو درسونو ته دوام ورکړي؛ خو پر وړاندې یې د ښوونځي د دروازې له بیا تړل کېدو سره دغه کورنۍ هم خواشینې شوې ده.

دغه زده کوونکې له اسلامي امارته په ځانګړې توګه له پوهنې وزارت غواړي چې د لېسو نجونو ته اجازه ورکي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

بله زده کوونکې ملکه هم څرګندوي:«کله چې ادعا کوي اسلامي امارت دی او دا یو اسلامي هېواد دی، باید د اسلام د ستر پیغمبر په ویناوو عمل وکړي، لکه څرنګه چې د اسلام پیغمبر ویلي دي ښځه او نر د زه کړو حق لري.»

د پوهنې وزارت د اعلان له مخې ټاکل شوې وه چې، د چهار شنبې په ورځ په هېواد کې د نجونو او هلکانو ټول ښوونځي پرانېستل شي؛ خو پوهنې وزارت بیا ویلي چې، د نجونو متوسطې او لېسې به تر ثاني امر پورې تړلي وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه